د لاس رسي وړ اتصالات

آیا اوکراین د لویدیځ او ختیځ ترمنځ د سړې جګړې پیل دی؟


د اوکراین د حکومت سیاسي مخالفین وايي چې ولسمشر ویکټور ینوکوویچ د کیف څخه وتلی دی او د مخکي وخت ټولټاکنو غږ یې کړی دی. د مخالفینو مشر ویتالي کیتکچو د شنبې په ورځ پر ښاغلي ینوکویچ باندي غږ وکړ چې استعفا دي وکړي او مخکي له وخت انتخابات دي د مې د میاشتې نه مخکي اعلان کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د اوکراین په پلازمېنې کیف کي بیا مظاهره کونکي راټول شوي دي او خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي. د اوکراین ولسمشر او د سیاسي مخالفینو ترمنځ د جمعې په ورځ موافقه حاصله سوه چې په دې هېواد کې سیاسي بحران پای ته ورسوي. د اوکراین په ورستیوو نا قراریوو کي په لسګونو تنه خلګ وژل سوي دي او په سلګونو تنه نور ټپیان دي.

د جمعې په ورځ د اوکراین ولسمشر ویکټور ینوکویچ او د مخالفینو مشرانو یوه موافقه لاس لیک کړه چې په لړ کې به یې دغه هېواد بیرته د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون نافذ کړي ترڅو د ولسمشر واکونو محدود سي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د اوکراین ولسمشر ینوکویچ ته شخصا زنګ وهلی دی او د جمعې د ورځې موافقې ته یې ښه راغلاست ویلی دی. د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې ښاغلي بن د تفاهم د فضا د رامنځ ته کېدو ستاینه کړې ده.

اوباما: اوکراین د روسیې سره د سړې جګړې د پيل ډګر نه دی


په عین حال کې د سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کي راغلي دي چې ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته زنګ ووهی او د اوکراین او یو لړ نورو نړیوالو مسایلو په هکله یې خبرې ورسره وکړې. سپینې ماڼۍ هم د اوکراین د جمعې د ورځې د موافقې هرکلی کړی دی. دواړو ولسمشرانو د نږدې یو ساعت دپاره پر ټلفون خبرې سره وکړې چې اکثرا خبرې یې پر اوکراین باندي متمرکزي وې.

ښاغلي کارني وویل چې هغه آوازې چې وايي سړه جګړې پیل شوې بې ځایه دي. هغه داسي وویل ،،دا ډیره مهمه ده چې دې مسلې ته د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د جګړې په سترګه ونه کتل سي او یا د امریکا او روسیې ترمنځ د جګړې په سترګه و نه کتل شي. دا مسله یواځي یو بحث وو چې په مناقشې او تشدد باندي بدل سو او اوس وضیعت مخ پر ښه کېدو دی. دا لړۍ به د اوکراین د خلګو په استاځیتوب مخ پر وړاندې روانه وي چې یو با افتخاره خلګ دي او یو ستر هېواد لري. د اوکراین خلګ پوهېږي او راتلونکې یې پوهېږي چې څه ډول راتلونکې غواړي چې د ځان دپاره غوره کړي او امریکا به په دې برخه کي د دوي ملاتړ وکړي.،،

ښاغلي کارني وویل چې امریکا به د اوکراین وضیعت له نږدې نه څاري او د دې امکان نه ردوي چې که چیري تشدد ونه درېږي پر اوکراین به اقتصادي بندیزونه نه لګېږي.

په عین حال کي ولسمشر اوباما هم هڅه وکړه چې هغه آوازې بې اهمیت وګڼي چي وايي د اوکراین مسله د ماسکو او واشنګټن ترمنځ د سړې جګړې د پیل یو نوی ډګر دی.

ولسمشر اوباما د شمالي امریکا د مشرانو په غونډه کې داسي وویل ،، زمونږ دریځ دا دی چې مونږ د اوکراین مسلې ته د سړې جګړې د شطرنج د ډګر په سترګه نه ګورو چې د روسیې سره مو سیالي وي. زمونږ هدف دا دی چې داسي یوه فضا رامنځ ته سي چې په لړ کې یې د اوکراین خلګ د خپلې راتلونکې په هکله په خپله پریکړه وکړي. ،،

خو د امریکا متحده ایالات دا هم وايي چې د اوکراین شوې موافقه بې ثباته ده او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د فرانسې، جرمني، او پولنډ د باندنیو چارو وزیرانو د اوکراین په شوې موافقې کې مرسته کړې ده. ددغې موافقې اصلي موارد دا دي چې ایتلافي حکومت جوړ سي او مخکي د وخت څخه انتخابات وشي.د پولنډ د باندنیو چارو وزیر راډیس لا سیکروسکي داسي وايي ،،دا موافقه اوکراین ته د دې چانس ورکوي چې بیرته سولې او ریفورم ته ستون شي چې په لړ کې به یې د اورپا پر لوري مزل بیا پیل کړي.،،

د اوکراین عام خلګ څه غواړي؟

د اوکراین مظاهرې په لومړي پړاو کې سوله ایزې وې خو د روانې میاشتې په پیل کې په تشدد واوښتې چې په لړ کې یې تر اوسه پوري نږدې ۱۰۰ کسه وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې داسي کسان هم شته چې نښان زنو پولیسو پر سر ویشتلي دي.


د اوکراین یو اوسیدونکی چي ایوان نومېږي د اوکراین وضیعت په هکله داسي وايي ،، رامنځ ته شوې موافقه لومړی مثبت ګام دی چې کولای شي بالاخره په اوکراین کې د وینو توېده بند کړي. په دواړو خواوو کي خلګ د وینو تویده نه غواړي.،،

بل د کیف د ښار بل اوسیدونکی چې مګزیم نومېږي وايي چې پر سیاستمدارانو اعتماد نشي کولای. هغه داسي وايي،،هیڅوک د دوي څخه د کومي بلي مسلې تمه نشي کولای. دوي ټول سیاستمداران دي. خو خلګ چي نن دلته راغونډ شوي دي د نورو بدلونو غوښتنه کوي. ټول دلته د ینوکویچ استعفا غواړي. یواځي به دغه کار خلګ آرامه کړي.،،

د یادونې وړ ده چې په اوکراین کې مظاهرې د نومبر په میاشتي کي هغه مهال پیل شوې چې د اوکراین ولسمشر ینوکویچ د اروپايي اتحاد سره د یوې تجارتي موافقې څخه پر شا سو او پرځای یې د روسیې سره د نږدې اړیکو هڅې پیل کړې.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG