د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د تیلو د لوړې بیې دپاره ساده علاج نشته


اوباما: د تیلو د لوړې بیې دپاره ساده علاج نشته
اوباما: د تیلو د لوړې بیې دپاره ساده علاج نشته

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایي چي د تیلو د لوړ قیمت د راټیټیدو د پاره کوم ساده علاج او چاره نه شته، که څه هم چي ځینو سیاستمدارانو وعدې کړي دي چي د یوه گیلن تیلو بیه به دوو ډالرو ته را کمه کړي.

ښاغلي اوباما نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه وینا کي وویل چي د انرژۍ د نوو منابعو پراختیا لکه باد، دلمر تودوخي او د سونگ بیولوجیکي مواد د اوږدې مودې د پاره یوه چاره کیدای شي.

هغه وویل چي په امریکا کي دننه د تیلو را ایستل په پلان کي نه شته او هغه داسي یو شعار دی چي سیاستمداران د انتخاباتو په وخت استفاده ورنه کوي. جمهوررئیس اوباما وویل چي په امریکا کي د تیلود تولیداتو سطح همدا اوس په تېرو اتو کالو کي تر ټولو جگه ده.

ښاغلي اوباما په کانگرس باندي په دې انتقاد وکړ چي د تیلو کمپنیو ته چي ډیري زیاتي پیسې گټي د څلور ملیارډ ډالرو په اندازه په مالیاتو کي دولتي مرستو ته دوام ورکوي. د امریکا جمهوررئیس وویل چي کانگرس دي د پاکي انرژۍ په مالیاتو کي مرستي بیا په نظر کی ونیسي چي هغه وایي دا به خلکو ته کارونه پیدا کړي او خارجي تیلو ته به د امریکایانو ضرورت کم کړي.

XS
SM
MD
LG