د لاس رسي وړ اتصالات

په ولسي جرګه کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزی وژل شوی


په ولسي جرګه کې د ارزګان پخوانی وکیل او د شکایتونو کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی نن شنبه په کندهار ښار کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند غزیز احمد عزیز امریکا غږ ته وویل چې پېښه نن تر ماسپښین وروسته د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه شهرنو سیمه کې رامنځته شوې.

عزیز زیاته کړه چې تر دامهاله د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

عبیدالله بارکزی د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د ارزګان د خلکو استازی او د دغه جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر هم و.

نوموړي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو له کابل ولایت څخه ځان کاندید کړی و چې د ټاکنو کمېسیون لخوا ناکام اعلان شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف د عبیدالله بارکزي پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي کورنۍ ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندي کړي دي.

د شنبې په ورځ د « وري/ حمل پر ۳مه» له ارګ څخه په خپاره شوې اعلامیه کې دښاغلي‌ غني‌ له قوله ویل شوي:"شهید عبیدالله بارکزی د ملي او طنپال افغان په توګه د هېواد له پرمختګ، امنیت او ثبات سره بېسارې مینه لرله او په همدې موخه یې په ولسي جرګه کې د خپلو موکلینو د ښه استازیتوب ترڅنګ تل د قانون د حاکمیت او ملي ګټو حمایت او دفاع کوله، متاسفانه افغانستان نن خپل یو خواخوږی او ژمن بچی له لاسه ورکړ."

تر دا مهاله د نوموړي د وژلو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو په دغه پېښه کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي دي.

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه پېښه په دوی پوري اړه نه لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG