د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن له میرمنو نه تحقیقات کیږي


د اسامه بن لادن له میرمنو نه تحقیقات کیږي
د اسامه بن لادن له میرمنو نه تحقیقات کیږي

امریکایی مامورین وایی، پاکستان به ژر، امریکایی تحقیق کوونکو ته اجازه ورکړی چه د اسامه بن لادن د ، دری ښځو نه پوښتنی وکړی.

دا دری واړه ښځی د بن لادن سره، چه تیره هفته په حمله کی ووژل شو په پاکستان کی وی.

دا ښځی د می د دویمی نیټی، یعنی د امریکایی کوماندوگانو د حملی راهیسی په پاکستان کی په توقیف کی دی. امریکایی مامورین وایی ، ددی ښځو سره مرکی او هغه شیان چه په ایبټ اباد کی د بن لادن د پټ ځای نه ترلاسه شویدی، د القاعدی په باره کی مهم جزییات برابرولی شی.

سپینی ماڼی او پاکستانی مامورینو، څه ندی ویلی چه په دی برخه کی دی کومه موافقه شوی وی. امریکایی مامورینو همدغه راز پرون وویل، د استخباراتو مرکزی اداره ، نیت نلری چه د اسلام اباد نه بل ځای یوسی، سره ددی چه پاکستانی مطبوعاتو تیره هفته رپوټ ورکړچه دا عملیاتی اداره وه.

ماورینو ویلی دی چه دا نوم صحیح نه و، خو، فکرکوی چه دوی ځکه قصدا دغه نوم افشا کړ چه داسوالونه مطرح شول چه څنگه بن لادن دا دومره کالونه په پاکستان کی اوسیده او ددی ملک پوځ یا، استخبارات ورباندی نه ووخبر .

XS
SM
MD
LG