د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي په میلیونونو افغانان له دوامدارو بشري ضرروتونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې دغو اړتیاو ته په کتو د مرستو بودیجه کمه ده.
دا اداره وایي د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې، شاوخوا ۴.۹ میلیونو کسانو، یعنې د هر لسو هغو کسانو له ډلې څخه شپږو کسانو چې بشري مرستې یې ترلاسه کړي، د ژوند دپاره یوازنی تکیه یې پر همدې مرستو ده. دغه شمېره په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب پراخوالی او د زیانمنو کورنیو ستونزې په ډاګه کوي.
بشري مرستندویه ادارې وايي، یوازې خوراکي مرستې د افغان کورنیو ټولې ستونزې نه شي حلولی. شاوخوا ۱.۱ میلیونه کسان د لږ تر لږه دریو بشري سکتورونو څخه مرستو ته اړتیا لري. خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو هڅې د بودیجې د ستر کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
د وروستي رپوټ له مخې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارد امریکايي ډالرو څخه، تر جولای پورې یوازې ۴۴۸ میلیونه ډالر بودیجه برابره شوې. په دې توګه، شاوخوا ۱.۲۷ میلیارد ډالر، چې د ټولې اړتیا ۷۴ سلنه جوړوي، لا هم نه دي تمویل شوي.
د بودیجې دغه لوی کمښت ښايي د دې لامل شي چې دا مرستندویه موسسې ګرانو پریکړو سره مخ شي، یعنې دا چې څوک مرستې ترلاسه کړي او څوګ په دوهمه درجه اړمن ګڼل کیږي.
مرستندویه ادارې وايي، هڅه کوي محدودې سرچینې په لا اغېزمنه توګه وکاروي. په دې کې د مرستو د وېش ښه همغږي او هغو کسانو ته د مرستو لومړیتوب ورکول شامل دي چې له څو اړخیزو او یو له بل سره تړلو اړتیاوو سره مخ دي.
په ورته وخت کې، بشري ادارې ټینګار کوي چې د مرستو رسولو لپاره یوازې مالي سرچینې بسنه نه کوي.
د افغان ښځینه بشري کارکوونکو ګډون هم د ښځو او نجونو لپاره په اغېزناکه او خوندي توګه د مرستو د رسولو په برخه کې مهم بلل کېږي.
د هغو میلیونونو افغانانو لپاره چې د خوړو د نه خوندیتوب او نورو بنسټیزو اړتیاوو سره لاس او ګریوان دي، بشري مرستې لا هم د ژوند یوه مهمه وسیله ده.
فورم \ دبحث خونه