د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو اندیښنه: سږکال افغانستان لپاره ډیره کمه بودجه ترلاسه شوې


بشري مرستې
بشري مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا تر اوسه د ډیرې کمې بودیجې په برابرولو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې نشتون د ډیرو پروګرامونو دوام د ګواښ سره مخ کوي.

اوچا د یکشنبې په ورځ مارچ درییم (کب ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه خورا کمه بودجه ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: "په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بشرپاله همکارانو ۳۲.۱ میلیون وګړو ته لږترلږه یو ډول مرسته برابره کړې ده. خو په ۲۰۲۴ کال کې د اړتیاو د پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیاردو بودیجې څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره د بشري اړتیاو د پوره کولو پلان لپاره ترلاسه شوي چې د ډیرو پروګرامونو دوام یې د ګواښ سره مخ کړی دی".

اوچا په دغه راپور کې ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د دغه کال د ډسمبر ترمیاشتې بشري مرستو چمتو کوونکو ۲۶.۳ میلیونه افغانانو ته خواړه او د بدلیل معیشت په برخه کې، ۱۶.۵ میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه، ۹.۹ میلیونو ته د اوبو او حفظ الصحې، ۵.۷ میلیونو ماشومانو او امیدواره او شیدې ورکوونکو میندو ته تغذیه، ۳.۵ میلیونو ته د ساتنې په برابر کې ملاتړ، ۲ میلیونو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې او یو میلیونو نورو کسانو ته د سرپناه او غیر خوراکي توکو مرستې برابرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په مجموعي ډول په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو د برابرولو غبرګون ۳۲.۱ میلیون کسانو مرستې رسولې چې ۲۷.۶ میلیونه کسانو نیغ په نیغه ورڅخه ګټه اخیستې ده. ددغو پروګرامو لپاره ۸۵۰ میلیونه بودیجه د ۲۰۲۲ کال څخه د پاتې پیسو څخه د ۲۰۲۳ کال په ۱.۴۷ میلیاردو ډالرو بودیجه کې استفاده شوې ده.

اوچا ویلي چې تیرکال هم ملګرو ملتونه د بودیجې د کمښت له امله ۱۸ میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستو بندیدو او ۳.۴ میلیونو نورو سره د مرستو نیمايي ته کمیدلو ته اړ شوي وو.

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې چې په دغه کال کې د افغانانو د بشري ضرورتونو د پوره کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۶ میلیارد ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

اوچا د تېرو لسیزو جګړو څخه زیږیدلې لوږې، اقلیم د بدلون اغیزو، په ښځو محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د راستنېدوکو کډوالو وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې به هم افغانان د تیر کال پرتله ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا د افغانستان وضعیت لا هم خراب ګڼلی او ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونه یې د افغانانو د لویو ستونزو په توګه یادې کړي دي.

اوچا په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو په اړه ویلي چې د اقلیم بدلون په ټول هیواد کې د اوبو بحران لا پراخه کړی چې ورسره د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې ویجاړونکو زلزلو د خوړو، روغتیا او تغذیۍ په برخو کې د افغانانو اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱.۴۶ افغان کډوالو د ستنیدلو اټکل کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې اوس افغانستان په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر له امله په نړۍ کې دوییم هیواد دی چې په لوی شمیر افغانان په کې له خپلو مینوبې ځایه شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي افغانان ژوند کوي چې اکثره یې د ۲۰۱۲ کال راهیسې له خپلو مینو څخه بې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG