د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي تر شپږو میاشتو پورې اړمنو افغانانو سره مرستو ته ۷۶۰ میلیون ډالر غواړي


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې په راتلونکو شپږو میاشتوکې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو بودیجې ته په بیړني ‌ډول اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( حوت شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د هغو افغانانو شمیر چې په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي ۱۶ میلیون ښودلی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "۱۶ میلیون کسان په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به د کوم ځای څخه ترلاسه شي. څلور میلیون ماشومان، ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې او امیدواره ښځې په خوارځواکۍ اخته دي. ډبلیو اف پي په بیړني ډول په راتلونکو شپږ میاشتو کې د خپلو عملیاتو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري."

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه ددغې نوې بودیجې د چمتو کولو داغوښتنه په داسې حال کې کړې چې په دغه هیواد کې د تیرو دوو کلنو راهیسې د ملګرو ملتونو یو شمیر ادارې د بودیجې د کمښت د ستونزې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په تیر۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله د ۱۵ میلیون افغانانو له ډلې چې ددغه پروګرام له لارې یې د خوړو مرستې ترلاسه کولی له لسو میلیون سره خپلې مرستې بندې کړې.

ملګروملتونو د ۲۰۲۴ کال په سر کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د جنورۍ اتم (مرغومې ۱۸) په یو راپور کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو د اړتیاو او هغوی ته د مرستو د برابرولو د پلان جزئیات خپاره کړي او ویلي دي چې اوس مهال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي: "بشرپاله شریکانو په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۳ میلیون وګړي د بشري مرستو په څو برخو کې په ښه ډول همغږي کړي... په ډېرو مهمو لومړیتوبونو کې د خوړو مرستې، د څښاک د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، زده کړو، اوبو او حفظ الحصې اړتیا پوره کول شامل دي."

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې د بې وزلو خلکو او په خاص ډول د ښځو او ماشومانو سره مرسته ډېره مهمه ده.

دغې ادارې د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی ګڼلی او ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونه یې په لویو ستونزو کې یاد کړي دي.

اوچا ویلي چې افغانستان د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو ګواښونه سره مخ دی . ددغې ادارې د شمیرنو له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه د سختې وچکالۍ سره مخ دي او ۶۷ فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې لري.

د ملګروملتونو دغې ادارې په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان په تیرو ۳۰ کلونو کې ترټولو د سختې وچګالۍ سره مخ وو اوددغې وچکالۍ په درېیم کال کې دا ګواښونه لا زیات شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG