ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو مخکې د سختو بشري اړتیاوو له امله د خپل مرکزي بیړني صندوق څخه ۱۸ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او مرستو د پلان له مخې، د اړتیا وړ بودجې له دریو څخه یوازې یوه برخه برابره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۱۷مه وویل، دغه مرستې به له ۸۲۰ زرو څخه د زیاتو اړمنو کسانو لپاره د خوړو، روغتیايي خدمتونو، تغذیې، سرپناه، پاکو اوبو او خوندیتوب په برخو کې ولګول شي.
حق زیاته کړه چې د دغې مرستې په ګډون به د افغانستان لپاره د ژمي د چمتووالي او بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه ټولټال ۴۸ میلیونه ډالره ځانګړي شي، چې ۳۰ میلیونه ډالره یې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه برابرېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او مرستو پلان د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره یو میلیارد او ۷۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو د اکتوبر تر میاشتې یوازې ۵۵۰ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي. په دې توګه، د پلان ۶۸ سلنه بودجه لا هم نه ده برابره شوې.
د خوړو د کمښت او کرنې برخې تراوسه د خپلې اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۸ اعشاریه ۲ سلنه، د بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو برخې ۱۵ اعشاریه ۱ سلنه او د پاکو اوبو او حفظالصحې پروګرامونو ۱۶ اعشاریه ۶ سلنه بودجه ترلاسه کړې ده.
د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په ډېرو سیمو کې واورې، سختې یخنۍ او د لارو بندېدل د مرستو د رسولو بهیر ستونزمنوي. په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې له بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي، د سونتوکو، خوړو او تودو جامو د برابرولو له اضافي ستونزو سره مخ کېږي.
ملګري ملتونه وايي، په دغو مرستو کې به بېرته راستنېدونکو، بېځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د ښځو په مشرۍ بنسټونه او ښځینه مرستندویانې به هم د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره مهم رول ولري.
فورم \ دبحث خونه