د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳۹٪ کورنۍ د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې به د روان ۲۰۲۵ په لومړیو کې د واورې او باران د اورښت کچه ټیټه وي او د تیرو کلنو پرتله به د حرارت درجه هم ګرمه وي.(عکس ارشیف).
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې به د روان ۲۰۲۵ په لومړیو کې د واورې او باران د اورښت کچه ټیټه وي او د تیرو کلنو پرتله به د حرارت درجه هم ګرمه وي.(عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د اوبو په زیرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغیزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۳۹ فیصدو پورې کورنۍ د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې لږ ترلږه تر ۲۳ فیصدو پورې کورنۍ پر نه تصفیه شویو اوبو باندې متکي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې خلکو ته د اوبو د برابرولو، روغتیا او حفظ الصحې په برخو کې ۲۶۴ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري . اوچا ویلي چې تراوسه یې ددغې بودیجې ۸.۴ میلیونه ډالره یې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اقلیم د بدلون په اړه خپل یو راپور بیا خپور کړی چې په کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون او طبیعي پیښې به په ټول دغه هیواد کې بشري اړتیاوې لا پراخې کړي.

په دې راپور کې اټکل شوی چې د روان ۲۰۲۵ په لومړیو کې به د واورې او باران د اورښت کچه کم وي او د تیرو کلتو پرتله به د حرارت درجه هم ګرمه وي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یو بل راپور کې ویلي وو، چې په افغاسنتان کې د اقلیم بدلون د اوبو په زیرمو باندې اغیزه کړې او اوبو ته یې د خلکو لاس رسی د ستونزو سره مخ کړی دی.

ددغې ادارې د راپور پراساس په دغه هیواد کې د اقلیم بدلون او د وچکالۍ شدت له امله اوس مهال ۲۱.۲ میلیونه افغانان د څښلو اوبو ته لاس رسی نلري.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو سختو اغیزو سره مخ دی، چې ددغو اغیزو د کمیدو لپاره هیڅ ډول چمتوالی هم نلري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي چې له امله یې ددغه هیواد د ۵۰ فیصدو څخه زیاتو وګړو پر ژوند اغیزه کړې ده.

همداشان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په افغانستان کې د اوبو د کمښت بحران د یو جدي بحران په توګه یاد کړی او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د اوبو بحران د ډیرو ماشومانو ژوند ته ګواښونه را ولاړ کړي دي.

افغانستان کې د یونیسف د دفتر رئیس تاج‌الدین اویواله د جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دغه هیواد کې د اوبو د کمښت بحران له پامه غورځول کیدای نشي.

تاج‌الدین اویواله د اوبو د کمښت د ستونزې په برخه کې د افغانستان خلکو ته د ملاتړ لپاره د هڅو په زیاتیدو ټینګار کړی او ویلي دي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د یونیسف ادارې د ماشومانو په ګډون یو میلیون کسانو ته د اوبو ترلاسه کولو امکانات برابر کړي وو.

تاج‌الدین اویواله د ملګرو ملتونو د ادارو او د خپلو نورو شریکانو څخه افغانانو ته د اوبو د برابرولو لپاره د ترسره کړیو هڅو له امله مننه هم کړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي وو چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG