د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال د مرستې رسونې پر ۳۱۹ کارکوونکو بریدونه شوي– اوچا


د ملګروملتونو د راپور له مخې سږکال په نږدې نهه میاشتو کې د مرستې رسونې په کارکوونکو او دفترونو له درې سوو زیات بریدونه شوي.
د ملګروملتونو د راپور له مخې سږکال په نږدې نهه میاشتو کې د مرستې رسونې په کارکوونکو او دفترونو له درې سوو زیات بریدونه شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړۍ ورځې راهیسې د سپټمبر تر ۱۱ مې په افغانستان کې د مرستې رسونې د کارکوونکو پر وړاندې يې ۳۱۹ امنیتي پیښې ثبت کړي دي.

" اوچا" په دغه راپور کې، چې نن د دوشنبې په ورځ ( تلې ۸ مه) خپور کړی، افغانستان په نړۍ کې د مرستې رسونې د کارکوونکو لپاره یو د مرګونې هیوادونو په ډله کې یاد کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي، چې د ۳۱۹ ثبت شوو پیښو نږدې نیمايي یې د بشري مرستو د رسوونکو پر وړاندې د مستقیم او غیر مستقیم تاوتریخوالي په ډول ترسره شوي دي.

" اوچا" په دې راپور کې ویلي" په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۹ مرستې رسونې کارکوونکي وژل شوي، ۳۱ تنه ژوبل شوي او ۳۳ نور تښتول شوي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د مرستې رسونې پر کارکوونکو او د مرستې رسونې په دفترونو باندې بریدونه نه یوازې مرستې ته د اړو خلکو د لاس رسي مخه نیسي، بلکې مر ستې ته د اړو خلکو ته د مرستې د رسولو په برخه کې د مرسته رسوونکو په کار هم منفي اغیزه کوي.

د " اوچا" په رايور کې ویل شوي، چې دغې ادارې د کابل او کندهار په ولایتونو کې په هر یو کې ۳۱ پیښې ثبت کړي، چې د دغو ولایتونو وروسته په ننګرهار کې ۲۹ پیښې او بلخ کې ۲۰ پیښې ثبت کړي دي.

د دغه راپور له مخې اوس مهال د افغانستان د نفوس د دریو برخو دوه برخې یې د ښکیلو غاړو ترمنځ د جګړو په سیمو کې ژوند کوي.

" اوچا" وايي، په دغو سیمو کې په پرله پسې ډول د اوسیدونکو حقونه تر ګواښ لاندې دي او پر عامه تاسیساتو باندې بریدونه کیږي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د افغانستان د تیرې شنبې د ورځې د جمهوري ریاست ټاکنو ته په پاملرنې ویلي، چې که چیرې د ټاکنو وروسته بهیر د ستونزو سره مخ شي، نو دا د ۶.۳ میلیونو اوسیدونکو ته د مرستې رسونې چارې د ګواښ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG