د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال هره ورځ له '۱۲۰۰څخه زیات افغانان' بې کوره شوي- اوچا


" اوچا" وايي تیر میلادي کال د بې ځایه شوو افغانانو زیات شمیر یې د ننګرهار په ولایت کې بې ځایه شوي وو.
" اوچا" وايي تیر میلادي کال د بې ځایه شوو افغانانو زیات شمیر یې د ننګرهار په ولایت کې بې ځایه شوي وو.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي په تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان د جنګ جګړو له امله د خپلو مینو کډه کولو ته اړ شوي دي.

" اوچا" د روان میلادي کال د پیل د لومړۍ اونۍ په راپور کې ویلي، تیر میلادي کال په افغانستان کې له ۴۴۸۰۰۰ څخه زیات افغانان له خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي، چې د دغو شمیرنو له مخې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان خپلو مینو پریښودلو ته اړه شوي دي.

دا راپور وايي " ترټولو ډیرې بې ځایه شوي کورنۍ چې شمیر یې یو سل درویشت زره پنځه سوه اته دیرش تنو ته رسیږي د ننګرهارپه ولایت کې بې ځایه شوي، ورپسې نهه دیرش زره پنځه سوه پنځوس کورنۍ په کندز، شپږویشت زره شپږ سوه نهه پنځوس د بادغیس په ولایتونو کې بې ځایه شوي دي".

" اوچا" په خپل دغه راپور کې په تیرمیلادي کال کې د ایران او پاکستان څخه د هغو افغانانو د ستنیدلو شمیر هم خپورکړی، چې په دغو هیوادونو کې یې د اوسیدانې قانوني اسناد نه لرل، او خپل وطن ته ستنیدلو ته اړ شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د مهاجرت د نړیوالې ادارې " آی او ایم "د راپور له مخې وايي په تیر میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه د اوسیدانې د قانوني اسنادو نه لرونکي څلورسوه دوشپیته زره درې سوه شپاړس افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي.

د دغه شمیر اته نوي زره یوسل او یو نوي یې له ایران او پاتې نور له پاکستان څخه وطن ته ستانه شوي دي.

همداشان " اوچا" په دې راپور کې ویلي چې په تیر میلادي کال کې له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه ټول اته پنځوس زره اته سوه اولس افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

" اوچا" په خپل دغه راپور کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې د مالي امکاناتو د نشتون له امله د یو روغتیایي کلینک د تړل کیدو خبر هم ورکړی دی.

همداشان " اوچا" د بادغیس په ولایت کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د وسله والو له خوا د اتو تړل شوو روغتیایي مرکزونو د بیرته پرانیستلو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې د بادغیس په ګاونډ د غور ولایت چغچران په ولسوالۍ کې چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ درې روغتیایي کارکوونکي او د هغوی دوه همکاران وسله والو نیولي وو، د نیول کیدو یوه ورځ وروسته بیرته راخوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG