د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه نیولې تر ډسمبر پورې د ایران او پاکستان په ګډون ۱.۴ میلیون افغانان له بهرنیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
اوچا د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷( سلواغې اتم) په یو راپور کې ویلي چې دا شمیر افغانان د خوندیتوب د خطرونو، د روغتیا او زده کړوپه برخو کې د محدودیتونو، د ژوند د محدودو فرصتونو، حقوقي او د اسنادو له امله بېرته افغانستان ته راغلي.
په دې راپور کې ویل شوي چې تېر کال ۱.۴ میلیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي چې "له ایران څخه ۱.۲ میلیون او د پاکستان څخه ۱۳۶.۸ زره" کسان په کې شامل دي.
اوچا ویلي چې له ایران څخه په ستنو شویو افغان کډوالو کې ۴۳ فیصده یې نارینه، ۱۴ فیصده یې ښځې او پاتې ۴۳ فیصده نور یې ماشومان شامل دي. له پاکستان څخه په ستنو شویو کډوالو کې ۲۰ فیصده یې نارینه، ۲۶ فیصده یې ښځې او ۵۴ فیصده یې ماشومان شامل دي.
د اوچا ددغه راپور دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له ایران څخه افغانستان ته په جبري او خپله خوښه د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر د دوام خبر ورکړی وو او ویلي وو چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډول له دغه هیواد څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان او ایران په ګډ سرحد کې ددغه سازمان له خوا ټول ثبت شوي کسانو په ایران کې د اوسیدلو اسناد نلرل او ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.
دغه سازمان ویلي: "د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې آی او ایم له ایران څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو ۱.۲ میلیونو څخه زیات کسان ثبت کړي، چې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول ستانه کړای شوي وو".
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۳۱ ( مرغومې ۱۱) ویلي وو چې په تیرو نهو میاشتو کې د بهرنیو هیوادونو څخه په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ستانه شوي دي. .
ددغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته په مرکه کې ویلي وو چې په دغه موده کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ افغان کډوال له ترکیې څخه هم افغانستان ته ستانه شوي دي.
دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي: "سږکال د آی او ایم د غبرګون ټیمونو ایران او پاکستان سره په څلورو سرحدي بندرونو کې وطن ته ۱.۲ میلیونو د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوالو ستنیدل او هم د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۰۰ زره کسانو ستنیدل ثبت کړي دي
دغه سازمان ویلي چې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر ۶۶ فیصده یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.
فورم \ دبحث خونه