د لاس رسي وړ اتصالات

رباني :هغوی چې سوله کوي وسلې به تسلیموي


د جمعیت اسلامي ګوند وایي چې ډیر ژر به د خپل مشر د ټاکلو لپاره د دغه ګوند کنګره جوړه کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند وایي چې ډیر ژر به د خپل مشر د ټاکلو لپاره د دغه ګوند کنګره جوړه کړي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند موقتې رهبري شورا په کابل کې له دوو ورځو پرله پسې غونډو وروسته نن د شنبې په ورځ د یو لړ مسئلو په هکله ددغه ګوند دریځ څرګند کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند رئیس صلاح الدین رباني د دغه ګوند د رهبرۍ شورا د پریکړو د اعلان په وخت د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره دسولې، د ملي یووالي د حکومت هوکړه لیک او د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش او د جمعیت اسلامي د ګوند د ملاتړو ترمنځ وسله والو نښتو په اړه څرګندونې وکړې.

صلاح الدین رباني د سولې د خبرو په برخه کې د طالبانو نوم واخیست خو د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب نوم یې یاد نه کړ خو وې ویل، چې دا ګوند دټولو وسله والو ډلو سره د افغان حکومت او نړیوالو د سولې او پخلاینې د هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي رباني وویل " هیله لرو چې د وینې تویدو څخه د دغو ډلو لاس اخیستل، د سولې بهیر سره یوځای کیدل، دولت ته لاس کې لرلو وسلو تسلیمول اود هغوی پوځي اجندا پریښودل به په هیواد کې سیاسي ثبات پیاوړتیا سره مرسته وکړي او هغوی خپل اهداف او غوښتنې یوازې د سیاسي فعالیتونوپورې محدود پاتې شي".

د جمعیت اسلامي د ګوند د موقتې رهبرۍ د شورا په دغو غونډو کې د دغه ګوند د مشر صلاح الدین رباني ترڅنګ محمد اسمعیل خان، استاد عطا محمد نور، احمد ضیا مسعود، عنایت الله شاداب، عبدالکشور واقف، عبدالستار مراد او محمد نسیم فقیري شامل وو.

صلاح الدین رباني د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک په هکله هم د خپل ګوند دریځ څرګند کړ او دایې ومنله چې دغه حکومت چې جمعیت اسلامي ګوند هم په کې برخه لري، د هوکړه لیک د ډیرو برخو په عملي کیدو کې پاتې راغلی دی.

هغه د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې نه جوړیدل، د ټاکنیز سیستم نه اصلاح، د الکټرونیکي هویت پاڼو نه ویشل او د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کیدل په هغو مسئلو کې یاد کړل چې د ملي یووالي حکومت یې په عملي کیدو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي رباني وویل "پرته له شک څخه یوه برخه ددغه مسولیت د ملي یووالي حکومت د شریکباڼي او متحد په توګه د جمعیت اسلامي په غاړه ده، جمعیت اسلامي په کلکه د ملي یووالي د حکومت څخه غواړي که ځنډ هم راغلی د دغو ژمنو د عملي کولو لپاره کاروکړي " .

صلاح الدین رباني د فاریاب په ولایت کې جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش او د جمعیت اسلامي د ګوند د ملاتړو ترمنځ وسله والو نښتو په اړه وغږیده او د دغسې وضعیت دوام یې د افغانستان د ثبات او سولې په زیان وباله.

هغه د جنرال دوستم څخه وغوښتل چې جمعیت اسلامي ګوند سره دې ستونزې د زور زیاتې پرځای د خبرو له لارې هوارې کړي.

د رپوټونو له مخې څو ورځې وړاندې د فاریاب په ولایت کې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش او د جمعیت اسلامي د ګوند د ملاتړو ترمنځ وسله واله نښته وشوه، چې له امله یې په دغه ولایت کې د جمعیت اسلامي د ګوند د ځوانانو د څانګې مشر او ددغه ګوند څو تنه نور ووژل شول.

جنرال دوستم لا تراوسه د جمعیت دې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د جمعیت اسلامي ګوند د پخوانیو مجاهدینو په اوو ګوندونو کې یو له اوو ګوندونو څخه دې چې د اویاومې لسیزې په وروستیو کې یې په پاکستان کې فعایت پیل کړاو په افغانستان کې د سردار محمد داود د رژیم د ړنګیدو سره سم یې لومړی د نورمحمد تره کي د خلق دیموکراتیک رژیم په وړانډې او بیا په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې وسله واله مبارزه وکړه.

دغه ګوند ۱۹۹۲ کال د اپریل په میاشت کې د پخوانیو مجاهدینو د څو نورو ګوندونو سره یوځای کابل ونیو.

په تیرو ۱۶ کلونو کې ددغه ګوند ډیر مشران او غړي په لوړو پوځي او ملکي منصبونو باندې کارونه ترسره کړي او د ملي یووالي حکومت ډیر مشران هم د همدې ګوند غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG