د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په غزني کې څلورتنه برمته شوي وژلي دي


د غزنی د افغانستان په مرکزي ولایتو کې په ناامنه ولایتونو کې شمیرل کیږي. ددغه ولایت په ځینو برخو کې مخالف وسله وال هم فعالیت لري
د غزنی د افغانستان په مرکزي ولایتو کې په ناامنه ولایتونو کې شمیرل کیږي. ددغه ولایت په ځینو برخو کې مخالف وسله وال هم فعالیت لري

په غزني کې سیمه ایز چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو هغه څاورتنه برمته شوي ملکي کسان وژلي چې درې ورځې وړاندې یې په دغه ولایت کې تښتولي وو.

چارواکي وایي چې دا څلور کسان چې یو یې انجینر اودرې یې عام اوسیدونکي وو، د غزني ولایت دجغتو له ولسوالۍ درې ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

د غزني ولایت د والي مرستیال وایي چې تښتونکو دبرمته شوو کسانو د خلاصولو وعده کړې وه خو نن سهار سپین ږیرود هغوی مړۍ ترلاسه کړل.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل" د دغو وژل شوو کسانو له ډلې د یو تن پیژندګلوي شوې ده او هغه د کورنیو چارو په وزارت کې د انجنیر په توګه کار کوه او درې نور ډرائیوران وو چې درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې تښتول شوي وو او نن یې مړۍ د نورزیو او لرمې په سیمه کې د سړک په سر وموندل شول".

چارواکي وایي چې دا ملکي کسان د غزني د ولایت د جاغوري له ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز ته په لاره وو چې د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول.

د لرمې او نورزی سیمه د غزني ولایت د جاغوري او مقر د ولسوالیو ترمنځ پرته سیمه ده چې د افغان حکومت مخالف وسله وال په کې په ازاده توګه فعالیت کوي.

نږدې درې میاشتې وړاندې د غزني د ګیلان په ولسوالۍ کې هم دوه ښځې یو ماشوم او یو ډرائیور د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي چې لا تراوسه یې برخه لیک څرګند نه دی.

د غزني په ولایت کې چارواکي وایي چې د یوکال په موده کې پر دغه لاره دیارلس ملکي کسان د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د غزني ولایت د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې په ناامنو ولایتو کې شمیرل کیږي، د افغان حکومت وسله وال مخالفان ددغه ولایت په ډیرو سیمو کې پراخه حضور لري.

تراوسه ددغو څلورو ملکي کسانو د وژلو مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG