د لاس رسي وړ اتصالات

صافی: ننګرهار کې د کوکنارو په اړولو کې بې وسه وو


ننګرهار کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکي وايي، په ۸۰۰ هکټاره ځمکه کې یې کوکنار له منځه وړي دي.
ننګرهار کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکي وايي، په ۸۰۰ هکټاره ځمکه کې یې کوکنار له منځه وړي دي.

د ننګرهار د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست وايي، چې تېر کال د کوکنارو په اړولو کې بې وسه وو او پدغه ولایت کې له ۱۴۰۰۰ هکټاره ځمکه یوازې د ۸۰۰ هکټاره ځمکې کوکنار اړول شوي دي.

د دغې ادارې مشر محمد ادریس صافی وایي، دوی د ناامنیو له امله ونه توانېدل چې په ټول ننګرهار کې د کوکنارو کرکېلې له منځه یوسي.

د هغه پر وینا دا ۱۴۰۰۰هکټاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار د هغو ۱۴ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې وو، چې تر ډېره د دولت د وسله‌والو مخالفینو تر کنترول لاندې دي.

دی وايي، په یادو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په مرسته یواځې په ۸۰۰ هکټاره ځمکه کې د کوکنارو ولاړ فصلونه له منځه وړل شوي او پر نورو یې وسه ونه رسېده.

"تېرکال په ننګرهار کې په ۱۴۰۰۰هکټاره ځمکه کې په ۱۴ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وو، موږ بدبختانه یواځې ۸۰۰هکټاره ځمکه کې کوکنار له منځه یوړل، نورو ولسوالیو کې ناامني ډېره وه موږ په یو ځلي توګه د ټولو ځمکو اړولو امکانات هم نه لرل".

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې رئیس وایي چې په ولسوالیو کې ناامني او د تخنیکي امکاناتو نشتوالی ددې لامل شول چې د کوکنارو په اړولو کې زیاته لاس ته راوړنه و نه لري.

د هغه پر وینا سږکال یې د کوکنارو کرکېلي مخنیوي او د کمولو لپاره دوه کرنیزې برنامې په نظر کې نیولي.

صافی وایي چې سږکال به د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا برنامې عملي کړي او له دې لارې د کوکنارو کرکېلې مخنیوی وکړي.

سږکال د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې وسله وال طالبان او داعش ډله فعاله ده، تر ډېره کرنیزو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو.

XS
SM
MD
LG