د لاس رسي وړ اتصالات

د اوهایو په ایالت کې د اعدام ترکیبي پیچکارۍ جوړې شوې


د امریکا د متحده ایالاتو د اوهایو په ایالت کي هغه څوک چي په قتل کولو محکوم شوی و د دوو زهري موادو په ترکیبولو سره چی پخوا نه وو استعمال شوي اعدام شوی دی.

چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ ( ډینیس میک گوایر) په اوهایو کي له دې کبله اعدام کړ چي په ١٩٨٩کال کي یې د یوې امیدواري میرمني په عزت باندی تیری کړی او هغه یې په چاقو وهلې وه او محکمې د مرگ سزا پر را و خیجوله

تیر کال د دې هیواد په څو ایالتونو کي ٣٩ تنه بندیان اعدام شوي دي. په هغوي کي زیاتره یې د ( بار بیچوریټ پینتاباربیتال) د زهري مادې په شمول په ځینو زهري موادو سره وژل شوي دي. دغه زهري ماده په اروپا کي دیره د ځینو کمپنیو له خوا جوړیږي، خو کله چي دغه کمپنۍ په دې خبري شوې چي د هغې نه په اعدامولو کي کار اخیستل کیږي، نو د امریکا په زندانونو باندي یې د هغو خرڅلاو بند کړ.

کله چي په امریکا کي دغه زهري ماده ختمه شوه نو د اوهایو مربوطو چارواکو د خپل دغه نوي ترکیب نه کار واخیست چي په هغه باندي د ( میک گوایر) مدافع وکیلانو اعتراضونه وکړل او ویې ویل چي د هغې په استعمال سره به (میک گوایر) د ویري او ساه تنگۍ په حال کي مړ شي.

عیني شاهدانو وویل چي دغه ٥٣ کلن سړی ددغي ترکیبي مادې د استعمال نه ١٥ دقیقې وروسته مړ شو چي دا یوه غیر عادي اوږده وقفه وه.
XS
SM
MD
LG