د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د سولې په اړه د ریاض کنفرانس ته د کابل د غبرګون غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان مشر، یوسف العثیمین، د افغانستان له حکومت او د دغه هېواد له بېلابېلو ټولنیزو قشرونو غوښتي چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د سعودي عربستان په کوربهتوب جوړ شوي کنفرانس ته مثبت ځواب ووایي.
د کنفرانس هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دیني علماوو د هڅو همغږي او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر وړاندې د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.
د کنفرانس په پرانیست غونډه کې العثیمین وویل چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د وژنو، ویجاړۍ او افراطیت له امله له سختو شرایطو سره مخ دی.
د سعودي د اسلامي چارو وزیر عبداللطیف آلالشیخ هم د افغانستان د ملاتړ لپاره د ریاض پر ژمنې ټینګار کړی دی.
په غونډه کې د سعودي عربستان، افغانستان، مصر او یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمان ګډون لري او د کنفرانس په یوه بحث کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په اړه د اسلام دریځ څېړل کېږي.
د اسلامي همکاریو سازمان له دې وړاندې هم د افغانستان د سولې لپاره د علماوو د نړیوال کنفرانس ملاتړ کړی و.
په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي عربستان په جده او مکه کې د دغه سازمان په کوربهتوب د افغانستان د سولې او امنیت په اړه نړیوال علمي کنفرانس جوړ شوی و.
بلخوا، د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د تماس ډله به د ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلنۍ اسامبلې په څنډه کې په نیویارک کې غونډه وکړي.
د سازمان په وینا، د افغانستان ترڅنګ به د فلسطین، کشمیر، روهینګیا مسلمانانو او په اروپا کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه د تماس ډلو او د وزیرانو په کچه نورې غونډې هم ترسره شي.
فورم \ دبحث خونه