د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تماس ډلې په سعودي عربستان کې له طالبانو سره د منظمو او پړاو په پړاو اړیکو د پراختیا لپاره د یوې نقشې پر جوړولو او منلو خبرې کړې دي.
د سازمان د خبرپاڼې له مخې، د تماس ډلې تخنیکي او مقدماتي غونډه د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۲۲مه د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړه شوې وه. ګډونوالو په افغانستان کې وروستي سیاسي بدلونونه او بشري وضعیت ارزولی او له طالبانو سره یې د اړیکو د تنظیم لپاره د یوه منظم چوکاټ پر جوړولو بحث کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، دا چوکات پدې خاطر ده چې له طالبانو سره اړیکې او خبرې اترې په منظم او پړاو په پړاو پر مخ ولاړې شي، په داسې توګه چې د افغانستان د خلکو ګټې خوندي او په دغه هېواد کې د ثبات او پرمختګ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په غونډه کې همدارنګه د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د پرېکړهلیکونو پر عملي کولو او له طالب چارواکو سره د ګډو موضوعاتو په اړه د مستقیمو او رغنده خبرو اترو پر لارو چارو بحث شوی دی.
خو سازمان په خپله خبرپاڼه کې د دې نقشې د عملي کېدو د پړاوونو، مشخصو شرایطو او مهالوېش په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.
د امریکا دریځ
په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالتونه له طالبانو سره د نورو هېوادونو د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان په اړه په مسکو کې د یوې غونډې په اړه د امریکا غږ د پوښتنو په ځواب کې ویلي و چې طالبان په امریکا کې لا هم د «ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر سازمان» په توګه پېژندل کېږي.
د وزارت ویاند په خپل برېښنالیکي ځواب کې ویلي وو: «موږ ټولو هېوادونو ته خبرداری ورکوو چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.»
واشنګټن تر دې وړاندې هم ویلي چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی. متحده ایالتونه او د نړیوالې ټولنې اکثره غړي د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني.
د اسلامي همکاریو سازمان او افغانستان
افغانستان له ۱۹۶۹ کال راهیسې د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب لري. دغه سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه په بېلابېلو غونډو کې بحثونه کړي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان له طالب چارواکو سره د خبرو اترو ترڅنګ، د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حقونو ته د درناوي غوښتنه هم کړې ده.
د دې سازمان د تماس ډلې هڅې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت له څلورو کلونو زیات وخت کېږي په افغانستان کې واک لري، خو د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د ټولګډونه حکومت د نشتوالي له امله لا هم له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.
فورم \ دبحث خونه