د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي همکارۍ سازمان: د قرانکریم سوځیدو د مخنیوي لپاره د ډنمارک او سویډن په هڅو نهیلي یو


د اسلامي همکارۍ سازمان په ډنمارک او سویډن کې د قرانکریم نسخو سوځیدو په هکله د بحث لپاره فوق العاده غونډه وکړه.
د اسلامي همکارۍ سازمان په ډنمارک او سویډن کې د قرانکریم نسخو سوځیدو په هکله د بحث لپاره فوق العاده غونډه وکړه.

د اسلامي همکارۍ سازمان چې مرکز یې په سعودي عربستان کې دی دوشنبه جولای ۳۱ (زمري۹) د قرانکریم د نسخو د سوځیدو د مخنیوي لپاره د سویډن او ډنمارک په ځواب ویلو نهیلي څرګنده کړله.

د دې سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه په یوې اعلامیې کې د دواړو هیوادونو څخه یو ځل بیا وغوښتل چې د اسلام د سپیڅلي کتاب د سوځیدو مخه دې ونیسي.

دې سازمان چې ۵۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، د دوشنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري۹) یې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې وروسته تر هغه فوق العاده غونډه جوړه کړله چې په ډنمارک او سویډن کې په مظاهرو کې د قرانکریم نسخو ته اور واچول شو.

ښاغلي طه د غونډې په پیل کې وویل ، "د خواشینۍ وړ ده چې اړوند چارواکي چې د بیان د آزادۍ ادعا کوي، د نړیوالو قوانینو ضد کړنو تکراریدو ته جوازونه ورکوي چې د مذهبونو د نه درناوي سبب کیږي".

د اسلامي همکارۍ سازمان همدرانګه ویلي چې پخپله حسین ابراهیم طه به د یو جګپوړي پلاوي سره اروپایي اتحادیې ته ولاړ شي او د هغوي څخه به وغواړي چې د "بیان آزادۍ په پلمې د دې جنایي کړنو" د تکراریدو مخه ونیسي.

دې سازمان همدرانګه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتي چې د اسلام څخه د کرکې اړوندو موضوعاتو په هکله د معلوماتو راټولولو لپآره دې ځانګړی راپور ورکوونکی وټاکي.

پداسې حال کې چې د اسلامي همکارۍ سازمان په سعودي عربستان کې د سویډن او ډنمارک څخه د قرانکریم د نسخو د سوځیدو مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوله، دوو سړیو یو ځل بیا د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې قرانکریم ته اور واچاوه.

ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو په سویډن او ډنمارک کې د قران سوځیدل غندلي او پدې هکله یې غصه څرګنده کړې.

عراق د دې هیواد لپاره د سویډن سفیر شړلی او ایران بیا ویلي چې د سویډن نوي سفیر ته به اجازه ورنکړي چې دې هیواد ته راشي.
سعودي عربستان هم د دې دواړو هیوادنو سفیران احضار کړي و خپل جدي اعتراضات یې ورته څرګند کړي.

په عین حال کې ډنمارک او سویډن کوښښ کوي په منځني ختیځ او نورو هیوادنو کې د دې پیښو له کبله پیدا شوي جنجالونه کم کړي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټورم د همدې تیرې پنجنشبې جولای ۲۷ د اسلامي همکارۍ د عمومي منشي حسین ابراهیم طه سره په ټیلیفون کې خبرې وکړلې.

ښاغلي بیلسټورم ویلي چې هیواد یې قرانکریم ته سپکاوي ردوي او د اسلامي همکارۍ سازمان سره ښې اړیکې پالل غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG