د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د اسلامي همکاریو سازمان له اعلامیې هرکلی کړی


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې له بهیر څخه د اسلامي همکاریوسازمان ' او آی سي' د ملاتړ په اړه خپره شوې اعلامیه مهمه بللې او د دغه سازمان دریځ یې ستایلی دی.

د اسلامي د همکاریو سازمان' او آی سي' د یکشنبې په ورځ د جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵) په یوه اعلامیه کې د افغانستان په جګړه کې د ټولو ښکیلو غاړو غوښتي چې خپلې ټولې هڅې دې د تاوتریخوالي کمیدو او سولې ټینګیدو ته متمرکزې کړي او د تل پاتې اوربند او اوږدمهالې سولې ته د رسیدلو لپاره چې ټول افغانان یې په تمه دي "تر ډیره حده زغم" وښيي.

د دغه سازمان منشي یوسف بن احمد العثیمین د ټولو هغو اقداماتو څخه چې په افغانستان کې ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو د وژل کیدو سبب ګرځي خواشیني څرګنده کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د سولې د خبرو په برخه کې مثبتو پرمختګونو ته په اشارې له ټولو افغانانو غوښتي چې سولې او تل پاتې اوربند ته د رسیدلو لپاره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د اسلامي دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د اعلامیې او پریکړه لیک له مخې هڅې وکړي.

د اسلامي دیني عالمانو نړیوال کنفرانس د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای په ۱۱ مه د دغه سازمان په نوښت د سعودي عربستان د جدي په ښار کې او هم د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو څوارلسمه ناسته د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال د مې د میاشتې په ۳۱ مه د مکې په ښار کې جوړه شوې وه.

په دغو دواړو ناستو کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند شوی و او په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ګڼل شوې وه.

د اسلامي هیوادونو د سازمان منشي یوسف بن احمد العثیمین هیله ښودلې چې په افغانستان کې د سولې روانې هڅې به په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات د ټینګیدو سبب شي.

هغه په ټینګار ویلي چې د اسلامي هیوادونو سازمان د افغانانو په خوا کې ولاړ دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تیره شپه ناوخته په خپره شوې اعلامیه کې د اسلامې هیواد ونو د دغه دریځ هرکلی کړی دی.

دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیل د دواړو خواو ترمنځ د بندیانو د خوشې کیدو په سر د جنجالونو له امله د ناڅرګند حالت سره مخ شوی دی.

نن دوشنبه د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د پنځه زره بندیانو له لیست څخه شاوخوا شپږ سوه نشي خوشې کولی.

نوموړي زیاته کړه چې دا شمیر بندیان د جنايي جرمونو له امله په زندان کې اچول شوي دي. خو طالبانو د افغان چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

تر اوسه افغان حکومت ۴۰۱۹ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي او طالبانو هم شاوخوا اوه سوه د افغان امنیتي ادارو بندیان خوشې کړي دي. افغان حکومت ویلي چې د طالب بندیانو خوشې کیدل د افغان امنیتي ځواکونو د ټولو بندیانو خوشې کیدو پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG