د لاس رسي وړ اتصالات

د انسان تر ټولو زړه ژامه وموندل شوه


د انسان دا ژامه د اسرایلو د حیفا په ۱۲ کیلیو مېترۍ کې د مسلیا په څمڅې کې موندل شوې ده.
د انسان دا ژامه د اسرایلو د حیفا په ۱۲ کیلیو مېترۍ کې د مسلیا په څمڅې کې موندل شوې ده.

د اسرایلو په یوې څمڅمې کې د انسان یوه ډېره پخوانۍ ژامه موندل شوې چې ګمان کیږي د انسان د بدن تر ټولولو لرغونی غړی دی.

په دغې ژامې کې لا هم اووه غاښونه پاتې دي. څېړونکي دغې ژامې ته په کتو فکر کوي چې ښايي انسانان ډېر پخوا د افریقا له لویې وچې وتلي وي، نورو سیمو ته کوچېدلی وي او هلته یې ژوند پیل کړی وي. دوی وايي‌ شاید دا ژامه د ۱۷۷ او ۱۹۴ زرو کلونو مخکنیو انسانانو وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې څېړونکي وایي موندل شوې ژامه ښايي د یو ځوان وي،‌ خو لا یې جنسیت معلوم شوی نه دی. ژامه د اسرایلو د حیفا په ۱۲ کیلو مترۍ کې د مسلیا په څمڅې کې موندل شوې ده. له دغې ژامې سره ځينې نور وسایل او د څارویو سوځول شوي هډوکي هم موندل شوي‌دي.

د تل ابیب د پوهنتون استاد اسرائیل هرشوویتز وایي نوې موندنې دا شک نور هم یقیني کوي چې انسانان ډېر مخکې د افریقا د نیل د شمالي درې څخه د مدیترانې شرقي برخو ته کوچېدلي دي. ښاغلی هرشوویتز په دې باور دی چې شاید د انسانانو ژوند ۵۰۰ کاله مخکې پیل شوی وي.

د تاریخي روایتونو له مخې انسانانو په لومړي ځل د افریقا په لویې وچې کې ژوند پیل کړی دی چې لرغونتوب یې ۳۰۰زره کاله اټکل شوی دی. تر دې مخکې هم په اسرایلو کې د انسان د بدن لرغوني غړي موندل شوي وو، یو یې د کرمل په غره کې موندل شوی و چې د ۹۰ او ۱۲۰ کلونو زوړ یاد شوی و.

XS
SM
MD
LG