د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې یوه استرالیایي ښځه تښتول شوې


یوه استرالیایي ښخه د شنبې په ورځ د کابل له قلعه فتح‌الله سیمې څخه وتښتول شوه.
یوه استرالیایي ښخه د شنبې په ورځ د کابل له قلعه فتح‌الله سیمې څخه وتښتول شوه.

دغه استرالیايي ښځه، چې هویت یې لا تر اوسه څرګند نه دی، د شنبې په ماښام د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د قلعه فتح‌الله له سیمې څخه ناپیژانده وسله‌والو کسانو تښتولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دغه ښځه تیره ورځ ماښام اوه بجې د وسله‌والو کسانو له خوا نامعلوم ځای ته بیول شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ ته وویل "موږ تائیدو چې دغه ښځه تښتول شوې ده، خو په اړه یې زیات جزئیات په واک کې نه لرو".

ښاغلي دانش د تښتول شوې استرالیایۍ د هویت په اړه جزئیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د دغې ښځې د موندلو لپاره د کابل پولیسو تحقیقات پیل کړي دي.

ویل کیږي، چې تښتول شوې ښځه په کابل کې د یوې مرستندویې موسسې کارکوونکې وه.

په کابل کې د استرالیا سفارت هم دا پیښه تائید کړې او له خپلو هیوادوالو څخه یې غوښتي دي، چې افغانستان ته خپل سفرونه وځنډوي.

لا تر اوسه د دغې پیښې مسؤولیت کوم چا یا ډلې منلی نه دی.

په روان عیسوي کال کې درې استرالیايي اتباع په افغانستان کې تښتول شوي دي.

شاوخوا اوه میاشتې مخکې د کري جین ولسون په نوم یوه استرالیايي ښځه په ننګرهار ولایت کې له خپل دفتر څخه وتښتول شوه او څلور میاشتې وروسته د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو له خوا د تښتونکو له منګولو وژغورل شوه.

د همدې کال په اګست میاشت کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان، چې یو یې امریکايي او بل یې استرالیايي وو، په کابل کې وتښتول شول.

افغان امنیتي ځواکونه لا تر اوسه د دغو تښتول شوو استادانو په موندلو بریالي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG