د لاس رسي وړ اتصالات

ناڅرګندو وسله والو کندهار کې یو دیني عالم وژلی


کندهار ښار (عکس ارشیف)
کندهار ښار (عکس ارشیف)

په کندهار کې نا معلومو وسله والو برید ګرو یو مشهور دیني عالم مولوي عبدالباقي په غلچکي برید کې وژلی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن چهارشنبه فبروري دریمه (سلواغې ۱۵) امریکا غږ ته وويل چې مولوي عبدالباقي نن لس بجې د ښار په ۹ ناحیه کې د خپل کور مخ ته د وسله والو وپه برید کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:"د دیني عالم مولوي عبدالباقي کور د ښار په ۹ ناحیه کې دی نن لس بجې وسله والو لومړی دروازه ور ټکولې او له کوره تر بهر کېدو وروسته يې په سملاسي ډول پرې وسله وال برید کړی او ځای پر ځای يې وژلی، زموږ تحقیقاتي ټيم په سیمه کې دی تر څو د دې پېښي اصلي انګیزه معلومه کړي."

مولوي عبدالباقي د کندهار د دیني عالمانو د شورا غړی هم وو.

تیره میاشت کندهار ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال د کندهار د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي عبدلباقي په خپله وینا کې له ولسمشر غني څخه د سولي د بهیر د چټکوالي او په کور دننه د دیني زده کړو د مرکزونو د زیات والي غوښتنه هم لرل.

دغه راز د کندهار د عالمانو د شورا ریاست د نوموړي دیني عالم د وژل کیدو د پېښي د غندني تر څنګ له امنیتي ادارو څخه د دیني عالمانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کړې.

د نوموړي شورا ریس مولوي عبیدالله فیضاني مولوي عبدالباقي یو مدرس او پیاوړی دیني عالم بللی.

تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG