د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وواژه


ښاغلی اخندزاه په کندهار او ورڅېرمه ولایتونو کې یو مشهور عالم بلل کیده.
ښاغلی اخندزاه په کندهار او ورڅېرمه ولایتونو کې یو مشهور عالم بلل کیده.

په کندهار کې یو دیني عالم او د "موی مبارک" د جامع جومات خطیب په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

مولوي عبدالحق اخندزاده له جامع جومات څخه د ماسپښین ترلمانځه وروسته کور ته روان و چې نا معلومو وسله والو پرې برید وکړ او ویي واژه.

ښاغلی اخندزاه په کندهار او ورڅېرمه ولایتونو کې یو مشهور عالم بلل کیده. نوموړي پدې وروستیو کې په کندهار کې د ولس غږ په نوم د ولسي حرکت په یوه غونډه کې د سولي په پلوۍ وینا وکړه او د جګړه له ښکېلو غاړو څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې جنګ ختم کړي.

پېښه د دوشنبې په ورځ (جون۴) د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې شوې ده. د پېښي سیمه د کندهار ولایت مقام او کندهار ښاروالي سره نږدې ده.

د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي امریکا غږ ته وويل چې مولوي عبدالحق اخندزاده په برید کې ځای پر ځای وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې امنیتي ادارې د پېښي د عاملینو د معلومولو لپاره تحقیقات پيل کړي.

دا لومړی دیني عالم نه دی چې په کندهار کې وژل کیږي، تر دې مخکې هم ګڼ دیني عالمان په دا ډول بریدونو کې وژل شوي. تر اوسه چا د دې پېښيي مسئولیت ندی اخیستی.

XS
SM
MD
LG