د لاس رسي وړ اتصالات

نیمایي افغانان له رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي ـ سروې


داکټران وايي، په افغانستان کې اوږدې جګړې او د جګړې څخه زیږیدلې لوږې ډیر افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي دي.
داکټران وايي، په افغانستان کې اوږدې جګړې او د جګړې څخه زیږیدلې لوږې ډیر افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د اروپايي ټولنې په مالي ملاټړ د یو فرانسوي بنسټ په مرسته په افغانستان کې د هغو افغانانو په اړه، چې د رواني او ټولنیزو ستونزو کړیږي، یوه سروې کړې، چې له مخې د دغه هیوادو له هرو دوو افغانانو یو یې د رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان، نن د یکشنبې په ورځ ( لړم شپږم) په افغانستان کې د رواني ناروغانو د ستونزو په اړه یوه کنفرانس ته په وینا کې، چې د رواني ناروغیو د صحت د نړیوالې ورځې د لمانځلو په موخه جوړ شوی وو وویل،دا په دې معنی نه ده، چې ګوندې دا شمیر افغانان په رواني ناروغیو اخته دي.

ښاغلي پیکان وویل"له هرو دوو افغانانو څخه یو یې رواني ـ ټولنیزه ستونزه لري په دې معنی، چې له سروې شوو کسانو څخه پنځوس فیصدو کې یې یو روحې ستونزه لري یا له شل فیصده یې له هرو پنځو تنو څخهیو تن یې له رواني ستونزو څخه په خپل روزمره ژوند کې ناخوالې لري".

دا سروې په ۲۰۱۶ کال کې په ۱۶ ولایتونو کې د دولس زره شپږ سوه هغو کسانو سره، چې د رواني ستونزو څخه کړیږي د خبرو پر اساس ترتیب شوې ده.

ښاغلي پیکان د دې سروې په اړه وویل" باید وویل شي، چې دغه شمیر خلک تر دې دمه رواني ناروغان نه دي ،خو نه شي کولای په سمه توګه خپل کاراو بار ترسره کړي که ژر تر ژره د دوې ستونزو ته د حل لار ونه موندل شي، ژر یا په ځنډ به دوې له روحې اختلالاتو سره مخ شي".

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل چې په دغه شمیر کسانو کې د رواني اختلالاتو او رواني ستونزو فکتورونه ډیر دي او که غم یې ونه خوړل شي، نو له رواني ستونزو سره به مخ شي.

ښاغلي پیکان همدا راز وویل، ۱۱.۵ فیصده ماشومان په خپل ورځني ژوند کې، اختلال او ناخوالي لري او نه شي کولای خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل، چې په یو کال کې په ژور خفګان د اخته کسانو کچه څه باندې ۴ فیصده، د اظطراب کچه ۲.۷ فیصده، د رواني صدمې کچه ۵.۳ فیصده او له مخدره توکو او خوبوړو دواګانو څخه د ګټې اخیستنې کچه۱۲ فیصدو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، که څه هم په افغانستان کې د رواني ناروغیو په برخه کې ډیر کار ته اړتیا ده خو دغه وزارت توانیدلی دی د رواني مشاورینو شمیر زیات کړي.

دغه وزارت وایي، دا مهال د افغانستان په هر روغتیایي مرکز کې یو رواني مشاور خلکو ته په رواني مشورو بوخت دی او همدارنګه د رواني متخصیصینو شمیر هم ۱۱۰ تنو ته رسیږي.

فقر، کورنی تاوتریخوالی، جګړه او کمزوری اقتصادي وضعیت په افغانستان کې د رواني ناروغیو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG