د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ترهګریزو پېښو مخنیوي په اړه د کورنیو چارو وزارت نوی اقدام


یاد وزارت تیره میاشت وویل چې په کابل ښار کې په ډېرو تروریستي بریدونو کې له موټرسایکلونو څخه استفاده کیږي.
یاد وزارت تیره میاشت وویل چې په کابل ښار کې په ډېرو تروریستي بریدونو کې له موټرسایکلونو څخه استفاده کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي که تر دې وروسته د کابل ښار د هرې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ترور وشو، د یادې حوزې امر او ساحوي مسؤلین یې له دندې څخه لیري کیږي.

د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال دغه تصمیم نیسي چې تېره شپه د کابل ښار د دوولسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا برید کې یو پولیس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د کورنیو چارو وزارت د ترهګریزو بریدونو او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره په کابل کې په موټر سایکل ګرځېدو بندیز لګولی دی.

یاد وزارت تیره میاشت وویل چې په کابل ښار کې په ډېرو تروریستي بریدونو کې له موټرسایکلونو څخه استفاده کیږي.

د کورنیو چارو وزارت د تېرې اپرېل پر ۱۳مه(وري۲۵مه) پخپلې اعلامیې کې ویلي و:"...د څېړنو له مخې کابل ښار کې ډېرې ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو لخوا کېږي. پر دې بنسټ درنو کابل ښاریانو ته خبر ورکول کېږي څو د روان کال د وري میاشتې د ۲۷نېټې (چهارشنبې) له پیله د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکل له ګرځونې په کلکه ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ له یاد امر څخه د سرغړونې له امله په کابل ښار کې د لسګونو موټرسایکلونو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د یادونې وړ ده چې روانه اونۍ د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړونده احمد شاه بابا مېنه کې هم د ملي اردو پر موټر وسله وال برید کې د ملي اردو یو سرتیری ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا اقدام کوي چې د کابل ښار یو شمېر ښاریان د ځینو غلجکیو بریدونو او جنايي پېښو څخه شکایت کوي.

غلجکیو بریدګرو د کابل په ښار کې د ځینو امنیتي چارواکو تر څنګ یو شمېر قومي مشران هم وژلي‌ او له سیمې څخه په موټر سایکل کې تښتېدلي ‌دي.

XS
SM
MD
LG