د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ګمرکي چارو د آسانتیا لومړنی مرکز پرانیستل شو


د افغانستان د صادراتو د ګمرکي چارو د تېزوالي په موخه د ګمرکي مراحلو د بشپړلو لومړنی واحد مرکز د پنجشنبې په ورځ د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پرانیستل شو.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس او یو شمېر دولتي او خصوصي سکتور چارواکو د دې مرکز پرانیسته د صادراتو په چارو کې یو مهم ګام وباله.

اجرائیه رئیس عبدالله وویل، که له یوې خوا افغانستان له جدي امنیتي ستونزو او د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی، خو په ورته وخت کې دغه هیواد په بیلابیلو برخو لکه بیارغونه، سوداګري، اقتصاد، روغتیا او معارف کې د لویو پرمختګونو په حال کې دی.

هغه پر انټرکانټننټل هوټل او له ماشومانو د ملاتړ پر ادارې بریدونو ته په اشاره سره وویل، تروریستان کله د حقاني په نوم، کله د داعش او طالب په نوم ترهګریز بریدونه کوي، خو په حقیقت کې د دې ټولو ډلو ماهیت یو دی.

ښاغلي عبدالله وروستي بریدونه بشري جنایت وباله او ټینګار یې وکړ " زه په دې باور یم چې د افغانستان خلک سوله غواړي او په خپل هېواد کې د عادلانه سولې د تامین هیله لري، خپلو هیلو ته به رسیږي، او د زموږ د هېواد دښمنان او ترهګر به هیڅ هم لاس ته نه راوړي، بېله یوې تاریخۍ بدنامۍ"

هغه د امریکا متحده ایالات د اقتصاد او بنسټیزو پروژو په برخه کې د افغانستان لوی مرستندوی وبلل، او زیاته یې کړه چې د ګمرکي مراحلو د واحد مرکز جوړول به د افغان بزګرو او تولیدوونکو پر ژوند مخامخ مثبتې اغیزې ولري.

بل خوا، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، جان بس د تولیدي او صادراتي فرصتونو له اړخه افغانستان یو غني هیواد وباله، او د دې هېواد د غالیو، تازه او وچو میوو او سبزیجاتو ته یې اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې یو باثباته او سوله ییز افغانستان غواړي او له همدې امله د افغانانو تر څنګ اوږه په اوږه ولاړ دي.

ښاغلي بس زیاته کړه " موږ باور لرو د دغه مرکز د جوړولو لپاره چې مو کوم ګام نن پورته کړی، نه یوازې به د افغانستان د تولید د پراختیا او د سوداګرۍ لپاره د فرصت د رامنځته کېدو لامل شي، بلکې د افغانستان ښه انځور به هم راژوندی کړي، خلکو ته به د دې هېواد او راتلونکي یو بېل انځور ورکړي، او زه فکر کوم چې دا د هغه تاوتریخوالي په ځانګړي ډول پر کانټیننټل هوټل او جلال اباد کې د تېرې ورځې د بریدونو پر وړاندې یو ښه ځواب دی چې دا ټولنه له ډېرې مودې ورسره مخ ده."

د امریکا د سفیر په خبره، د ګمرکي مراحلو د بشپړولو د واحد مرکز جوړېدل به د بیروکراسۍ د کمښت او د افغانستان د سوداګرۍ د بهیر د ساده والي لامل شي.

د میوو د صادراتو زیاتوالی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي مرستیال، خان جان الکوزي وویل، چې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو د واحد مرکز د دې لامل شوی چې د افغانستان د صادراتو ګمرکي چارې له ۱۳ شعبو څخه څلورو شعبو ته راکم شوی دی.

ښاغلي الکوزي تائید کړه چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز جوړېدل، او همدارنګه د آقینې، بندر، چاه بهار بندر، دحیرتان او تاجکستان بندرونو له لارې د ترانزیټي لارو رامنځته کېدلو افغانستان له یوې ترانزیتي لارې ازاد کړی.

هغه زیاته کړه " په تېرو نهه میاشتوکې موږ یوازې ۲۱۷ زره ټنه میوه صادره کړې، چې د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاته صادره شوې"

خو د هغه په خبره، د دې ټولو اسانتیاوو د رامنځته کېدو سربېره بیا هم له پاکستان سره ستونزې شته او دا مهال د افغانستان ۳.۵ زره ټنه پنبه او دوه زره ټنه انار او مڼې په تورخم کې درول شوي.

د افغانستان خصوصي سکتور د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د بیروکراسۍ او اداري فساد د مخنیوي او د امنیتی او ترانزیتي ستونزو د اواري غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG