د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلان "ځنډول" شوی


د ولسمشرۍ ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ وشوې
د ولسمشرۍ ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ وشوې

د افغانستان د انتخاباتو په کمېسیون کې یو شمیر سرچینو امریکا غږ ته تائید کړه، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان نېټه یوه اونۍ ځنډول شوې ده.

د انتخاباتو د کمېسیون د مهالویش په اساس، ټاکل شوې وه چې د تلې/میزان په ۲۷مه د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان شي.

د انتخاباتو کمېسیون په رسمي ډول د جمهوري ریاست انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان مودې د ځنډولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغه کمېسیون یو کمېشنر اورنګزیب امریکا غږ ته وویل، چې د کارونو حجم ته په کتو به په دې اړه فیصله وشي.

هغه زیاته کړه، چې د کمېسیون د تخنیکي کارونو د حجم په اړه څیړنې روانې دي، تر څو دا معلومه شي چې د پاتې کارونو د ترسره کولو لپاره څو ورځو ته اړتیا ده او له هغې وروسته به د ابتدايي نتایجو د اعلان لپاره کره نیټه وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG