د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کندهار ښار کې یوه پولیسه وژلې


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

وسله والو په کندهار ښار کې نن سهار يوه پوليسه په غلچکي برید کې وژلې ده.

امنیتي چارواکي وايي دغه پېښه نن دوشنبه سهار ۱۰ بجې د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې ته نژدې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن دوشنبه مې۴ (غويي۱۵) امریکاغږ ته وویل چې وژل شوې پوليسې د ښار په ۱۳ امنیتي حوزه کې دنده لرله.

ده زیاته کړه چې بریدګر تښتېدلی خو وايي چې پوليسو د نیولو په هدف پلټونکي عملیات پيل کړي دي.

بارکزي وويل: "یوه ښځینه پوليسه چې د ښار د ۱۳ حوزې جنايي کارمنده وه، په وسله وال غلچکي برید کې وژل شوې، زموږ څېړنې د پېښې د بشپړه څرنګوالي لپاره دوام لري او وروسته په معلومه شي چي پېښه جنايي وه او که سیاسي."

په کندهار کې زیاتره وختونه ښځینه پوليسې تر غلچکي بریدونو لاندې راځي چې په تیرو دو میاشتو کې ټولټال پنځه پوليسې په دغه ښار کې په بریدونو کې وژل شوي دي.

د کندهار پوليس وايي چې اکثره دغه ډول پېښې جنايي اړخ لري او د څو پېښو عاملین چي نیول شوي د ښځینه پوليسو د کورنیو غړي ثابت شوي.

په کندهار کې دا مهال تر ۱۰۰ زیاتې پوليسي دندې مخته وړي چي تر ډيره د جنايي پلټنو او یاهم د کورونو د تلاشۍ مسئولیت لري.

تر اوسه چا د دي وژنې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG