د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو ته د پاکستان د ویزې غوښتنلیک آنلاین کیږي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان او چین لپاره د پاکستان د ویزې د اخیستلو غوښتنلیکونه آنلاین کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد،د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) وویل چې مخکې د ویزې په صادرولو کې چل ول کیده. هغه وویل داسې ادعاوی هم موجودې وې چې ګواکې د افغانستان او چین له اتباعو څخه د پاکستان د ویزې د اخیستلو او اوږدولو لپاره پیۍې اخیستل کیدې او یا هم هغوی د پیسو ورکولو ته اړ کیدل.

وروسته له هغې چې د اکتوبر په ۲۱ (تلې ۳۰) د ننګرهار په جلال آباد ښار کې د پاکستان د ویزې د اخیستلو لپاره په ؛ڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه تر پښو لاندې او مړه شوأ، د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال وویل چې یو شمیر کړۍ د پاکستان د وړیا ویزې پر سر کمیشن اخلي.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، په ځبله فیسبوک پاڼه لیکلي: "پوهیږو چې کومې حلقې ویزه د وړیا څخه کمیشن کارۍ ته اړولې ده. د ورځې لږ تر لږه نژدې سل زره ډالر د پاکستان د ویزې د خرځولو د شپږو ځانګړو حلقو له خوا د عامه خلکو څخه اخیستل کیږي."

د افغانستان یو شمیر اوسیدونکي چې د پاکستان د ویزې غوښتنې یې کړي پدغه بهیر کې د فساد شتون تائیدوي.

پاکستان ته د زیات شمیر افغانانو د سفر کولو په دلیل د پاکستان د ویزې اخیستل تل افغانانو ته یوه ستونزه وه، خو پدې وروستیو کې د ویزې د بسیارۍ تقاضا په خاطر ستونزه جدي شوې ده.

XS
SM
MD
LG