د لاس رسي وړ اتصالات

اوپک مؤقتاً د تېلو د تولید پر کمولو موافقه وکړه


سرچینې وایې چې د تیلو د عمده صاردونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) غړو موافقه کړې چې مؤقتاً د اومه تېلو د تولید اندازه کمه کړي.

د اوپک مشرانو د پنجشنې په ورځ (ډېسامبر ۶) د اتریش په مرکز ویانا کې مجلس کړی دی.

د عمان د تیلو وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تیلو د تولید پر کمولو یوې موافقې ته د رسېدو په خاطر د هېوادونو استازي رابلل شوي دي.

د اکټوبر میاشتې راپدې خوا په نړېوالو مارکېټونو کې د اومه تېلو بیه شاخوا ۳۰٪ فیصده رالوېدلې ده.

د امریکا ولسمشر له صادرونکو هېوادونو څخه غوښتي چې د تېلو تولیدات نه یواځې دا چې کمه نه کړي بلکې د بیه دې نوره هم راکمه کړي.

د اوپک سازمان مهم غړی او د امریکا نږدې متحد سعودي عربستان تمه لري چې نننۍ غونډه نتجه ولري. د سعودي د انرژۍ وزیر خالد الفالح وایې چې د روسیې په شمول غیر اوپک هېوادونه هم باید په مشورو کې شامل شي.

ممکن د اوپک د غړو هېوادونو استازي په ورځ کې د ۰،۱څخه تر ۱،۵ مېلیون بېرل تېلو پورې د تیلو تولید راکم کړي.

د جي شل هېوادونو په وروستۍ سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وویل چې د نړۍ هېوادونه د تیلو د تولیداتو په راکمولو کې اجماع لري.

ولسمشر پوتین وویل چې مسکو به "په ګډه له سعودي عربستان سره کار وکړي."

XS
SM
MD
LG