په ایران پورې تړلیو افرادو د «اوپن اې ای» شرکت د زبر ځیرکتیا یا مصنوعي ځیرکتیا او جعلي هویتونو په کارولو سره هڅه کړې په څو امریکايي رسنیو کې داسې مقالې خپرې کړي چې د امریکا له لورې د ایران پر ضد په عملیاتو باندې نیوکه کوي.
د «اوپن اې ای» شرکت تېره اونۍ دغه موضوع اعلان کړه. د شرکت په وینا، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۲ رسنیو د اوو جعلي خبریالانو نږدې ۱۰۰ مقالې خپرې کړې دي.
اوپن اېای په خپل بلاګ کې لیکي چې د «چټ جيپيټي» هغه اکاونټونه یې تړلي دي چې د دغو مقالو د لیکلو او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې د دغو مقالو تر پوسټونو لاندې د خلکو په نوم د کامنټونو یا تبصرو د تولید لپاره کارول کېدل.
د دغو مقالو څخه چې د زبر ځیرکتیا (مصنوعي ځیرکتیا) په مرسته چمتو شوې وې، داسې سرلیکونه لرل: «ایا د ایران په اړه د امریکا پالیسي خصوصي سکتور ته سپارل شوې ده؟ د جیرډ کوشنر پوښتنه» او «د ایران جګړه او د لوېدیځ د اخلاقي اعتبار سقوط.»
دا پېښه د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران د حکومت پر ضد د عملیاتو پر مهال په تبلیغاتي کمپاینونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د وسیلو د کارونې ترټولو تازه بېلګه ګڼل کېږي.
داسې نه ښکاري چې کومې رسنۍ چې دغه مقالې یې خپرې کړې دي، د نړۍ له سترو او اصلي خبري بنسټونو څخه وي. خو ځینې یې په ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ مخاطبین لري. د بېلګې په توګه، په لندن کې مېشته خبري وېبپاڼه «مېډل ایسټ مانیټر» په فېسبوک کې نږدې دوه میلیونه تعقیب کوونکي لري.
د دې وېبپاڼې مشر داود عبدالله له سياېناېن سره په خبرو کې ویلي چې هغه به هغه مقالې وڅېړي او «اړین اقدامات» به وکړي چې اوپن اېای ورته اشاره کړې ده.
د اوپن اېای په وینا، د دغو مقالو تر خپرېدو وروسته، په ایران پورې تړلو کسانو له چټ جيپيټي څخه غوښتنه کړې وه چې داسې نظرونه او تبصرې جوړې کړي چې بیا یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړي. دغه تبصرې په داسې ډول جوړې شوې وې چې ګواکې د عادي خلکو طبیعي غبرګونونه او نظرونه دي.
فورم \ دبحث خونه