د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک – چمن سرحدي لار د مسافرو او سوداګرۍ لپاره پرانستل شوه


د سپین بولدک سرحدي دروازه
د سپین بولدک سرحدي دروازه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن سرحدي لار د نږدې یوې میاشتې بندیدلو وروسته نن سه شنبه د نومبر دوهمه (لړم ۱۱) د هرډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي دي چې د سپین بولدک-چمن سرحدي لار د مسافرو او تجارتي مالونو لپاره پرانستل شوې ده.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د سپین بولدک-چمن سرحدي لار د خلکو پرمخ پرانستل شوې او اوس پدې لار تګ راتګ پیل شوی دی.

د پاکستان سفیر زیاته کړې چې ددې لارې پاکستان ته د صادراتو بهیر پیل شوی او په لسګونو لاریو ددې لارې پاکستان ته تازه میوې انتقال کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو یو شمیر مقاماتو هم د سپین بولدک – چمن د سرحدي لارې د خلاصیدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې دغه لار د دواړو هیوادونو د سرحدي مقاماتو له خبرو وروسته د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره خلاصه شوې ده.

ویل کیږي چې ددغه سرحدي لارې څخه هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي چې د پاکستان تابعیت او یا د افغانستان په پاسپورت کې د پاکستان ویزه ولري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پاکستان د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې غځیدلې لارې د مسافرینو پرمخ وتړلې خو د څو ورځو راهیسې هغو کسانو ته پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکوي چې پاسپورت او ویزه ولري.

دا پداسې حال کې دي چې په کابل کې د پاکستان سفارت پدې وروستیو کې وویل چې د تورخم سرحدي دروازه د سلګونو افغان محصلینو لپاره خلاصه شوې چې د پاکستان په پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

دغه سفارت د اکتوبر په ۱۷ (تلې ۲۵) په یوه اعلامیه کې د ۹۵۰افغان محصلینو نومونه خپاره کړي وو او د هغوی څخه یې غوښتي وو چې د پاکستان په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG