د لاس رسي وړ اتصالات

ولې واده کوئ؟


د واده موټر
د واده موټر

د کورنۍ جوړښت، په مشروع ډول د جنسي اړیکو درلودل، مينه او د فکري آرامۍ لاسته راوړل، ځينې افغان ځوانان د واده لپاره هڅولي دي.

واده ښايي د انسانانو ترمنځ تر ټولو لرغونې اړيکه وي چې د زرهاو کلونو په تېرېدو اوس هم د اشخاصو ترمنځ یوه مهمه شخصي مسله ده.

په بېلابېلو ټولنو، ادیانو او فرهنګونو کې واده کول ډول ډول ځانګړنې لري خو واده د څه له پاره کيږي؟

دا پوښتنه په کابل ښار کې د ځينو ځوانانو نه پوښتل شوې ده، د هغوی نظرونه داسې دي:

په مشروع ډول د جنسي اړيکو درلودل

ځينو ځوانانو ته په مشروع ډول د جنسي اړيکو درلودل د واده کولو یو اصلی عامل دی. افغانستان کې پرته د واده نه هر ډول جنسي اړيکې نامشروع او جرم حسابېږي.

په غربي نړۍ او هغو هیوادونو کې چې ټولنیز او سیاسي قانونونه یې له دین نه سرچينه نه اخلي، هلته جنسي اړيکه د شخص په خوښه ده، خو افغانستان کې دا اړيکه یوازې د نکاح له لارې مشروعیت پیدا کوي.

مينه

مینه یوه بل عامل چې د ځينو ځوانانو په آند دوی واده ته هڅوي. خو مينه کول مخکې له واده که وروسته له واده؟

په افغانستان کې لا هم ځينې ځوانان په ځانګړې توګه نجونې د "تنظیم شويو" ودونو ښکار کېږي دا په داسې حال کې دي چې هلکان د نجونو نه تر ډېره حده د خپل ژوند د ملگري د ټاکنې حق لري.

د کورنۍ جوړښت

ځينو ځوانانو ته بیا د "نسل بقا" د واده کولو یو عامل دی. په افغانستان کې د ټولنينزې راکړې ورکړې لوی عامل کورنۍ ده او هغه کسان چې یوازې ژوند کوي شمېر یې لږ او په ټولنه کې لږ قدر لري.

د ایمان بشپړېدنه

هغه کسان چې دین یې د ژوند چوکاټ ګرزولی وایي واده کول ورته د ایمان بشپړېدنه حسابېږي. د دغو کسانو په اند واده کول یو دیني امر دی او د دین د احکامو د سرته رسولو او د پیغمبر د سنتونو د پوره کولو لپاره باید واده وشي.

په لاندې ویدیو کې د واده عاملونو په اړه د اوه نجونو او اوه هلکانو خبرې اورېدلی شئ او که وخت لرئ موږ ته په فیسبوک کې ووایئ چې تاسو د کوم علت لپاره واده کوئ؟

د واده کولو په اړه د یو شمیر ځوانانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

ویدیو او رپوټ: سید زیارمل هاشمي- امریکا غږ

XS
SM
MD
LG