د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله نږدې پنځه برابره زیات شوی دی.
دا سروې ښيي چې د کوکنارو په کښت کې ۳۳۰ سلنه او د تریاکو په تولید کې د تېر کال په پرتله ۴۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی او ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې ۴۳ زره هکتارو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دا اندازه ۱۰ زره هکټاره وه. د تریاکو اټکلي تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر استازي پولیاک اوک سري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ډېری بزګران بله چاره نه لري، پرته له دې چې بېرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.
پولیاک اوک سري وايي "که څه هم یوه مهمه موندنه دا ده چې د کوکنارو په کښت کې څلور برابره زیاتوالی راغلی، خو دا کچه لا هم د ۲۰۲۲ کال، یعنې د بندیز له پلي کېدو مخکې، د کښت له کچې څخه ډېره ټیټه ده. لامل یې دا دی چې دا څلور برابره زیاتوالی د تېر کال په پرتله دی، په داسې حال کې چې تېر کال د بندیز له پلي کېدو مخکې د کښت کچه ۹۵ سلنه ټیټه شوې وه.نو کله چې د ۲۰۲۲ کال له کچې سره پرتله وکړو، د تریاکو د کښت د ساحې له پلوه لا هم ۸۲ سلنه کموالی لرو."
په سروې کې راغلي چې سږ کال په افغانستان کې د تریاکو پلور شاوخوا ۵۲۵ میلیونه ډالره عاید درلود چې دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې دا تر ټولو لوړه کچه ده.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو تازه سروې رد کړې او ویلي چې د (یو این او ډي سي) دغه شمېرې له خپلو رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې دي.
په ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یو فرمان په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.
خو د کوکنارو پر کرکیلې د بندیز سره سره، بزګران وايي چې قانوني کرنیز محصولات نور د بزګرانو لپاره کافي عاید نه لري او ډېری افغان بزګران د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
یو بزګر ګل نظر وايي "نه اوبه شته او نه باران. وچکالي له څو کلونو راهیسې روانه ده او زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان رسولی دی.کله چې د پنبې کروندې د کانال په اوبو خړوبې شي، حاصل یې ډېر ښه وي. د لمریزې برېښنا په وسیله د چلېدونکو پمپونو اوبه سړې دي او اندازه یې هم کافي نه ده، نو ځکه فصل ښه حاصل نه ورکوي."
بلخوا رویټرز خبري اژانس وايي چې اوس مهال مزدوران په ورځ کې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ ګټي. پخوا به د کوکنارو د حاصلاتو پر مهال هغوی په ورځ کې له ۶۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې ګټلې.
یو بل بزګر محمد داود "وايي کله چې به مو کوکنار کرل، په ورځ کې به مو شاوخوا له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ افغانیو پورې عاید درلود.خو اوس زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی. په ټول کال کې مې د پنبې له کرلو څخه یوازې ۳۱۵۰ افغانۍ ترلاسه کړې دي. تاسو خپله قضاوت کولی شئ چې زموږ عاید څومره کم شوی دی."
د راپور پر اساس د تریاکو بیه هم یو څه راټیټه شوې ده. په ۲۰۲۵ کال کې د هر کیلوګرام تریاکو بیه ۵۷۰ امریکايي ډالره وه، خو په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. خو دغه بیه لا هم د طالبانو لخوا د بندیز له پلي کېدو مخکې وخت پرتله ډېره لوړه ده، ځکه هغه مهال د هر کیلوګرام تریاکو ارزښت تر ۱۰۰ ډالرو کم و.
فورم \ دبحث خونه