د لاس رسي وړ اتصالات

بیلاروس د روسیې برخه نده - څیخانوسکایا


سویتلانا څیخانوسکایا، د بیلاروس د اپوزیسیون مشره
سویتلانا څیخانوسکایا، د بیلاروس د اپوزیسیون مشره

د بیلاروس د حکومت مخالف سیاسي ګوند مشرې سویتلانا څیخانوسکایا د نړۍ پر مشرانو غږ کړی چې د بیلاروس د ولس په اړه ددغه هېواد د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو د اعمالو له مخې تصمیم و نه نیسي.

مېرمن څیخانوسکایا چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د یو ناڅرګند اروپايي هیواد په استازیتوب ګډون کړی، امریکا غږ ته وویل، بیلاروس ته باید د روسیې د برخې په سترګه ونه کتل شي، که څه هم ولادیمیر پوتین غواړي چې دغه هېواد د شوروي د وخت په څېر وضعیت ته ستون کړي.

د بیلاروس د اپوزیسیون دا مشره په نړیوال سیاست کې پېژندل شوې څېره ده او سږ کال په لومړي ځل د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته راغلې ده. هغه د خپل هیواد د حکومت استازیتوب نه کوي خو د یوې مهمې مسئلې په اړه خبرې کوي.

مېرمن څیخانوسکایا وویل: "د لوکاشینکو رژیم او د بیلاروس خلکو ته په یوه سترګه مه ګورئ."

لوکاشینکو د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین متحد دی او روسي ځواکونو ته یې اجازه ورکړه چې پر اوکراین د برید لپاره د بیلاروس خاوره وکاروي. کارپوهان پدې باور دي چې څیخانوسکایا خپل ددغه پیغام په رسولو کې بریالۍ ده.

د اروپا د بهرنیو اړیکو شورا پاول سلونکین وویل: "الکساندر لوکاشینکو د بیلاروس د ټولنې د استازیتوب حق نه لري. د بیلاروس ټولنې په ۲۰۲۰ کال کې هغه ته رایه نه ده ورکړې. ولس د هغه د رژیم قرباني او یرغمل دی. او هغې دا خبره څرګنده کړه."

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو ته د اوکراین په ختیځ کې سخت زیانونه اوښتي، د چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د هغې راتګ پر وخت ګام بولي.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ څېړونکی ډېوېډ کرمر د اوکراین روان وضعیت د الکسانډر لوکاشینکو په ګټه نه بولي.

هغه وايي، فکر کوي چې دا حالت به د هغه دپاره لوی سرخوږی جوړ کړي، "پدې مانا چې روسیه ښايي ونکړای شي د هغه ملاتړ ته دوام ورکړي."

د بیلاروس جلاوطنه د اپوزیسیون مشره څیخانوسکایا وویل: "د اوکراینیانو بری پدې مانا دی چې پوتین کمزوری دی. او همدغه شان، لوکاشینکو کمزوری دی".

د ٢٠٢٠ کال په اګست کې، د بیلاروس له عمومي ټاکنو وروسته له سوله ایزو لاریون کوونکو سره د لوکاشینکو د رژیم د تشدد له امله، څیخانوسکایا مجبوره شوه چې له خپلو دوه کوچني اولادونو سره وطن پرېږدي. د لویدیځ ډیری څارونکي هغه د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو اصلي ګټونکې ګڼي. څیخانوسکایا د خپل میړه د نیول کیدو او پر هغه باندې د ۱۸ کاله بند پرې کېدو وروسته انتخاباتو ته ودرېده.

هغه وايي، لا هم د بیلاروس د بحران د حل لپاره په سوله ایزه حل باور لري.

کارپوهان وايي په بیلاروس کې د مظاهره چیانو د غورځنګ غړي د سوله ییزو مظاهرو د ناکامۍ نه ناهیلي دي او د خپلو مشرانو نه د لا زورورو اقداماتو غوښتنه کوي.

ښاغلی سلونکین وویل: "نن ورځ د لاریون کونکو لوی اکثریت په هیواد کې د بدلون راوستلو لپاره د ځواک د کارولو ملاتړ کوي، ځکه دوی پوهیږي چې دوی د سوله ایز لاریون له کبله د هیواد پرېښودو ته اړ کیږي او خپل خپلوان یې په زندانونو کې اچول کیږي."

سږ کال د ملګرو ملتونو په غونډه کې پر ډیرو مسایلو بحثونه وشول، خو مېرمن څیخانوسکایا وویل هیله لري چې د نړۍ مشران د بیلاروس په مسلې هم غور وکړي ترڅو دغه مسله په سوله ایزه توګه حل شي.

XS
SM
MD
LG