د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د امنیې قوماندانۍ سرپرست ووژل شو


د اروزګان د والي ویاند وویل د ګلاب خان د وژنې په تور یې د جنايي پوليسو یو منصبدار، چې د پېښې په سیمه کې موجود وو نیولی دی.
د اروزګان د والي ویاند وویل د ګلاب خان د وژنې په تور یې د جنايي پوليسو یو منصبدار، چې د پېښې په سیمه کې موجود وو نیولی دی.

د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست ګلاب خان پرون ماسختن ۹ بجې د ترینکوټ ښار په سرخوم مانده سیمه کې له خپل یوه ملګري سره هغه مهال په ډزو ووژل شو چې غوښتل یې په سیمه کې له ځینو امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ ته وویل د ګلاب خان د وژنې په تور یې د جنايي پوليسو یو منصبدار، چې د پېښې په سیمه کې موجود وو نیولی دی.

دوست محمد نایاب وايي نیول شوی کس سُهیل نومیږي، چي د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او ورباندې شک دی چې په دې وژنه کې لاس لري.

هغه وویل "سهیل له دوی سره ملګری وو، د توفنګچې درې ډزه پر ګلاب خان او د هغه پر ملګري شوي او وژل شوي ، خو سهیل په سیمه کي ژوندی ولاړ وو او د نږدې پوستې پوليسو له سیمي څخه نیولی ، موږ ته داسي هم ویل شوي چي ده له خپل قومندان سره لفظي شخړه هم کړې وه او ممکن دا یوه جنايي پېښه وي".

ګلاب خان له تیرو ۱۲ کالو راهیسي د راوزګان د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې د پوليسو مشري هم په غاړه درلوده.

دا په تیره یوه میاشت کي د اروزګان دوهم امنیه قومندان دی چې وژل کیږي .

شاوخوا یوه میاشت مخکې مل پاسوال مطیع الله خان د ناپیژنده وسله‌والو له‌خوا په کابل کې ووژل شو، له هغې وروسته د کورنیو چارو وزات ګلاب خان د دغه ولایت د امنیې قومندان د سرپرست په توګه وټاکه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG