د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي:له ترینکوټ څخه مو امنیتي کمربند تاو کړی


د ارزګان ولایت مرکز باندې د تیرو دوو اونیو راهیسې طالب وسله والو بریدونه پیل کړي دي.
د ارزګان ولایت مرکز باندې د تیرو دوو اونیو راهیسې طالب وسله والو بریدونه پیل کړي دي.

د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان یې د مرکز ترینکوټ څخه په شاه تنبولي او پر وړاندې یې ځمکني او هوايي عملیات دوام لري.

امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي امریکا غږ ته وویل چې ځواکونو یې د ترینکوټ ښار امنیتي کمربند قوي کړی او ژر ده چې په نورو سیمو کې هم د دولت مخالفین وځپي.

خو د اروزګان ځايي اوسیدونکي وايي چې د ولایت د مرکز او ټولو ۶ ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ لاره تړل شوې ده .

د ترینکوټ ښار اوسیدونکي نجیب الله امریکاغږ ته وويل:" چي د ګیزاب، چورې، خاص اروزګان، چارچینو، دهراود او چنارتو ولسوالیو او مرکز ترینکوټ ترمنځ تګ راتګ له تیرو ۲ اونیو راهیسي ندی تر سره شوی".

تېره ورځ د ترینکوټ او د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ترمنځ د کندهار – اروزګان لویه لارهم د دوهم ځل لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې .

د ترینکوټ ښار یو بل اوسیدونکي عبدالله امریکاغږ ته وويل چي د دې ښار اوسیدونکي د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د خوراکي او نورو اړتیا وړ لمړنیو توکو د کمښت او لوړي بيې د ستونزې سره هم مخ دي .

ده زیاته کړه چي امنیتي ادارې دې ژر د عامو خلګو د ستونزو د حل په موخه د لارو د خلاصون په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي .

وسله والو طالبانو داروزګان د وروستیو امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG