د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي په ارزګان کې یې ۷۰ طالبان وژلي


داسې راپورونه هم شته چې په دغه هوايي برید کې ولسي خلکو ته زیان رسیېدلی دی
داسې راپورونه هم شته چې په دغه هوايي برید کې ولسي خلکو ته زیان رسیېدلی دی

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د چورې په ولسوالۍ کې یې په یو هوایي برید کې شاوخوا ۷۰ وسله وال وژلي دي. برید د یکشنبې په ماښام شوی چې د افغان پوځ د مشعل په نوم د عملیاتو یوه برخه ده.

چارواکي وایي په برید کې شاوخوا ۵۰ نور طالبان وژل شوي هم دي، برید د افغان ځواکونو په یو پخواني مرکز شوی دی.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوال اقا محمد امریکا غږ اشنا ته وویل طالبان د دغه مرکز په ورانولو بوخت و، چې افغان او نړیوالو ځواکونو پرې هوایي برید وکړ. ناتاید شوي راپورونه وايي چې د شنبې په شپه د ملي اردود یو کنډک ۴۱ سرتیري او منسوبین د خپلو وسلو او پوځي وسایطو سره د طالبانو سره یو ځای شوي وو.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالله امریکا غږ اشنا ته وویل، چې په دغه برید کې تر شلو پورې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

هغه وویل، دا ملکي کسان د ملي اردو د پخواني مرکز څخه د اوسپنو او د لرګیو د تختو په ټولولو بوخت وو چې پرې بمباري وشوه.

د ارزګان په ولایت کې یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط په دغه برید کې د سیمې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د قومي مشر عبدالله څرګندونې نه تائید او نه هم رد کړې، خو ویې ویل چې په برید کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول د وسله والو طالبانو غړي او ملاتړي وو.

دغه چارواکي وویل چې په برید کې د طالب وسله والو یو شمیر مهم قوماندانان چې د ارزګان ولایت په روانو جګړو کې یې برخه لرله هم مړه او ټپیان شوي دي. خو پخپله طالبانو د ارزګان د چارواکو دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د تیرو دریو میاشتو راهیسې د ارزگان په ولایت کې جګړو زور اخیستی او طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ او شپږ ولسوالیو ترمنځ لارې تړلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG