د اسامه بن لادن د کورنۍ مدافع وکیل وایي، ټاکل شویده چې د پاکستان محکمه د هغه په موکلینوو ، دا الزامونه ولگوي چې په غیر قانوني ډول پاکستان ته راغلي او اوسیدلي دي. مدافع وکیل محمد امیر، وایي د اپریل په دویمه چې محکمه دایره شي، نو د بن لادن په درې ښځو، او دوه لوڼو به دغه الزامونه په رسمي ډول ولگول شي.
محکمې ، نن دغو پنځو میرمنو ته ددې دوسیې او د دوي په ضد د شواهدو کاپۍ ورکړې.
دا ښځې ، د تیرې مې په میاشتې کې په پاکستان کې د امریکایي کوماندو گانو په عملیاتو کې د اسامه بن لادن د وژلو راهیسې، په توقیف کې دي.
حکومت ویلي دي چې نه پوهیدل چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې دی.
بن لادن او ښځې یې د خپلواتوماشومانو او درې کارگرانو سره په ایبټ اباد کې اوسیدل. دا نده څرگنده چې د هغو کسانوسره به څه ډول سلوک وشی چه الزام ورباندی نه دی لگول شوی.