د لاس رسي وړ اتصالات

د اسکار مهمې جایزې په لومړي ځل غیر امریکایي فلم وگټلې


د ٢٠٢٠ اسکار
د ٢٠٢٠ اسکار

د اسکار د جایزو ٩٢ جشن د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ میاشتې په نهمه په کالیفورنیا کې جوړ شو. په سږني جشن کې په یو بیساري اقدام کې د "پرازیت" په نامه یو بهرني فلم وکړای شول چې څلور مهمې جایزې وگټي او نوی ریکارډ ټینگ کړي.

"پرازیت" د تر ټولو ښه فلم، ښه ډایرکټرۍ، ښه خارجي فلم او د ډیر ښه فلمي داستان جایزې خپلې کړې.

که څه هم چې د "جوکر" او "۱۹۱۷" په نامه فلمونه هم په زیاتو برخو کې کاندید وو، خو په پای کې یې د اسکار کمې جایزې وگټلې.

د "پرازیت" فلم چې د کمیډي په ډول د جنوبي کوریا ډایرکټر بونگ جوهو، جوړ کړی د یوې ناداره کورنۍ لانجه د یوې بډایه کورنۍ سره انځوروي.

له دې دمخه د "پرازیت" فلم د فرانسې د سینمایي فلمونو په جشن کې د سرو زرو جایزه خپله کړې وه او همداشان د گولډن گلوب د جایزو په جشن کې د ډیر ښه خارجي فلم جایزه گټلې وه.

د ښه فلمونو د اسکار جایزې په برخه کې "فورډ د فراري په مقابل کې"، "ایرلنډی سړی"، "جوجو سوې"، "جوکر"، "کوچنۍ ښځې"، "١٩٧٧"، "یو وخت په هالیووډ کې" او د "واده کیسه" فلمونو د "پرازیت" له فلم سره سیالي کوله.

د ښه ډایرکټرۍ په برخه کې د "پرازیت" فلم ډایرکټر بونگ جوهو، د "ایرلنډي سړي" د فلم د ډایرکټر مارتین اسکورسیزي، د "١٩١٧" فلم د ډایرکټر سم مندس د "یو وخت په هالیووډ کې" فلم ډایرکټر مارتین اسکورسیزي او د "جوکر" فلم ډایرکټر تاد فیلیپس سره سیالي کوله.

په سږني اسکار کې واکین فینیکس په جوکر فلم کې د رول په خاطر د نارینه لوبغاړو په برخه کې لومړۍ جایزه وگټله. هغه پدې برخه کې د انتونیو باندراس، لیوناردو دی کاپریو، ادم درایور او جاناتن پرایس سره سیالي کوله.

د ښځو په برخه کې رنه زلوگر، په جودي فلم کې د الومړي رول پعه لرلو سره لومړی مقام وگاټه. هغې د سینتیا اریوو، اسکارلت جوهانسن، شارلیز تروناو سورشا رونان سره سیالي کوله.

برد پیت د "یو وخت په هالیووډ کې" فلم کې د دوهم رول په لوبولو سره د نارینو په برخه کې د اسکار جایزه خپله کړه او د ښځو په برخه کې لارا درن د ژوند کیسه فلم کې د دوهم رول په لرلو سره د اسکار جایزه خپله کړه.

د ۹۲ اسکار د جایزو جشن د یکشنبې په ماښام فبرورۍ ٩ د لاس انجلس ښار په ډالبي سالون کې ترسره شو.

XS
SM
MD
LG