د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: سل زره افغان ماشومان بیړني ملاتړ ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه ریپوټ کې ویلي، چې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو له سل زرو زیات افغان ماشومان بیړني ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري.

اوچا په دغه ریپوټ کې ویلي، دغه شمیر ماشومان هغو کورنیو پورې تړاو لري، چې وچکالۍ د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، چې یواځې د هرات ولایت د بې‌ځایه شویو په غیررسمي سایټونو کې له سلو څخه زیاتو مرکزونو جوړولو ته اړتیا ده، تر څو ۱۵ زره بې‌ځایه شویو ماشومانو ته رواني او ټولنیز ملاتړ برابر کړي.

په ریپوټ کې راغلي "په کور دننه د بې‌ځایه شویو کورنیو په شمیر کې د پام وړ زیاتولي ته په کتو، له ځنډ پرته باید له ماشومانو څخه د ملاتړ فعالیتونه پیل شي".

ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د څارونکو له قوله ویلي، چې د دغو بې‌ځایه شویو په غیر رسمي سایټونو کې، د جنسي زورزیاتي د پېښو لکه، په کم عمر او ماشومتوب کې ودونه، د نویو زیږیدونکو ماشومانو او پیغلو نجونو پلورل او قاچاق په اړه ریپوټونه ورکړل شوي دي.

اوچا په دې اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغو کورنیو د معیشت لپاره د ملاتړ بیړنیو فعالیتونو ته اړتیا ده.

اوچا دغه راز د بې‌ځایه شویو ماشومانو د پوهنې او روزنې د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ۴۰ زره وچکالۍ ځپلي ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

په ریپوټ کې راغلي "په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د کورنیو د بې‌ځایه کیدو له امله د ښوونځیو د نوملیکنې کچه، ۸۷ فیصده راټیټه شوې ده".

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې له دغو ماشومانو څخه د بیړني ملاتړ لپاره، په راتلونکو درېو میاشتو کې ۹۰۰زره ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG