د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال څه باندې۲۰۰زره افغانان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي - اوچا


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د جګړو له امله څه باندې ۲۰۰زره افغانان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

دغې ادارې په خپل تازه ریپوټ کې، چې د چهارشنبې په ورځ (وږي ۱۴) خپور شوی ویلي، د روان عیسوي کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۲مې پورې، ۲۰۸زره او ۶۱۵ تنه د جګړو او ناامنیو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

د اوچا د ریپوټ پر بنسټ، په دې وروستیو کې د ناامنیو له امله ۵۴۰۰ تنه د ارزګان له مختلفو سیمو څخه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ته پناه وړې ده.

په ریپوټ کې راغلي "په دغو بې‌ځایه شویو کې څه باندې ۳۰زره هغه خلک هم شامل دي، چې په غزني ښار کې د وروستیو جګړو له امله په موقته توګه بې‌ځایه شوي دي".

اوچا دغه راز په غزني کې د بشري وضعیت په اړه ویلي، په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې ۳۳زره کسان لاسنیوي ته اړتیا لري، خو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تیره اونۍ په ۱۴زرو کسانو غذایي مواد ویشلي دي.

د اوچا د ریپوټ پر بنسټ، د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) او نورو مرستندویو موسسو، په غزني ولایت کې له ۴۰۰ کورنیو سره د غیر خوراکي موادو مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مهاجرو د چارو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږۍ کوونکي مارک لاوکاک کابل ته سفر کړی دی.

ملګرو ملتونو په یو بیان کې ویلي، دغو لوړپوړو چارواکو، په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزولو او دغه راز، له افغان چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره د پناه‌غوښتونکو، بیرته ستنیدونکو او په کور دننه د بې‌ځایه شویو د وضعیت پرسر د بحث لپاره کابل ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو دغه جیګپوړي چارواکي، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمیر وزیرانو سره د افغان مهاجرینو، راستنیدونکو او بې‌ځایه شویو د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG