د لاس رسي وړ اتصالات

ګرمۍ په هسپانیا کې څه باندې ۵۰۰ کسان مړه کړي - چارواکي


په اروپا کې په بیساري کچه موسم ګرم شوی دی
په اروپا کې په بیساري کچه موسم ګرم شوی دی

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچز نن چهارشنبه جولاۍ ۲۰ (چنګاښ۲۹) وویل چې په هېواد کې یې د ګرم موسم له کبله څه باندې ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

هلته له شاوخوا لسو ورځو راهېسې په بیساري ډول هوا ګرمه شوې ده.

د هسپانیا د روغتیا عمومي انستیتیوت څو ورځې مخکې ویلي وو چې د ګرمۍ له کبله سلګونه کسان مړه شوي دي.

صدراعظم سانچز د دغه انستیتیوت شمېرو ته په کتو وویل: «د ارقامو په اساس د ګرمۍ په دغې څپې کې د تودوخې له کبله څه باندې ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د هسپانیا صدراعظم په خپلو خلکو غږ وکړ چې له «ډېر احتیاط څخه کار واخلي» او زیاته یې کړه چې د «اقلیم اضطراري حالت حقیقت» دی.


په بیساري ډول ګرم موسم له تېرو څو ورځو راهېسې لویدیځه اروپا ځپلې او هسپانیا بیا تر نورو ډېره زیانمنه شوې ده. دغلته د تودوخې درجه د سانتیګراد په حساب ۴۵ وه چې ۱۱۳ فارنهایټ کېږي.

په بریتانیا کې هم د ګرم موسم له کبله اضطراري حالت اعلان شوی او خلکو ته ویل شوي وو چې له ضرورت پرته له کورونو څخه ونه وځي. د اروپا ځینو نورو هېوادونو کې هم خلکو ته د احتیاط سپارښتنه شوې ده. دا په تاریخ لومړی ځل بلل کېږي چې اروپا کې په دې اندازه موسم کرم کېږي. کارپوهان یې لوی علت د اقلیم بدلون بولي.

اخوا د لندن په ویننګتن کلي کې د سه شنبې په ورځ (جولاۍ ۱۹) د حرارت کچه ۱۰۴ فارنهایټ ته رسېدلې چې ورسره جوخت په ځينو کورونو کې اور لګېدلی دی. چارواکو د حرارت دغې کچې ته په کتو له ټولو اوسیدونکو غوښتي‌چې د خپل کور په انګړ کې د کباب پخولو لپاره اورونه بل نکړي.

XS
SM
MD
LG