د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له ۱۰۰ زیات انساني قاچاقبران بندیان کړي


د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې په تیر کال کې ۱۰۴ تنه انساني قاچاقبران عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

د عدلیې وزیر او د انسان او مهاجرینو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون رئیس عبدالبصیر انور د پنجشنبې په ورځ (تلې ۱۱/ اکتوبر ۳) خبریالانو ته وویل، چې لویې څارنوالۍ ته د انساني قاچاق په تړاو د ۱۵۴ استول شویو قضیو له شمېرې د ۱۴۵ قضیو په اړه فیصلې شوې دي او پاتې نورې به هم وڅیړل شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د ملي امنیت ادارې، د انساني قاچاق ۵۵ شبکې تثبیت او پیژندلې دي او له دې شمیرې پر ۳۴ شبکو اوپراتیفي عملیات شوي دي، چې په ترڅ کې یې ۴۱ انساني قاچاقبران په مرکز او ولایتونو کې نیول شوي او د دغې ادارې له خوا عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د انساني قاچاق ۱۲۲ قضیې کشف او څیړلې دي او ۶۳ تنه یې د انسانانو او مهاجرینو د قاچاق په شک عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي".

د انسان او مهاجرینو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون راپور ښيي، چې د انساني قاچاق په تور د نیول شویو کسانو له شمېرې ۷۵ تنه یې د بند د مختلفو مودو په سزا محکوم شوي دي.

د انساني قاچاق له قُربانیانو څخه ملاتړ

له رواني، روغتيايي، تعلیمي او ټولنیز لحاظه د انساني قاچاق له قُربانیانو څخه ملاتړ، د انسان او مهاجرینو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د دندو یوه مهمه برخه جوړوي.

د دغه کمیسیون رئيس وویل، چې همکارو موسسو په مرسته، د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې د انساني قاچاق له زرو زیاتو قُربانیانو څخه ملاتړ شوی دی او یو شمیر یې بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

ښاغلي انور زیاته کړه: "دغه راز د دې کمېسیون غړو او همکارو موسسو، له ۸۶۰۰ څخه زیاتو راستنو شویو مهاجرینو لپاره، روغتیايي، رواني، ټولنیز او د عامه پوهاوي خدمات برابر کړي دي".

همدا شان په دې راپور کې ویل شوي، چې د انسان او مهاجرینو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون په ملاتړ، نږدې ۵۵ زره افغانان چې له سعودي عربستان، ترکیې، ایران او یو شمیر اروپايي هیوادونو څخه په جبري ډول ستنول شوي وو، بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG