د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش کې یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۲۶ کسان مړه شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په بنګله دېش کې یوه کښتۍ چې ۵۰ تنه په کې سپاره وو له یوې بلې باروړونکي کښتۍ سره جنګېدلې او لږ تر لږه ۲۶ تنه په کې مړه شوي دي.

چارواکي وايي پېښه د مرکز ډاکه په جنوب کې د «شیتالخسیا» په سمندر کې شوې ده. یو شمېر کسان لا هم تري تم دي.

دا کښتۍ له صنعتي ولسوالۍ «نارایان ګنج» څخه «منشي ګنج» ته روانه وه. د دغې ولسوالۍ مشرمستعین بالله وویل: «ډېر مړه په کښتۍ کې دننه وو. یو شمېر نور لا هم ورک دي.»

پولیس او چارواکي وايي د کښتۍ ځینو مساپرو لامبو کړې او ځانونه یې ژغورلي دي. د سمندر غاړې ته د یو شمېر کورنیو غړي راغلي چې د خپلو عزیزانو په حال او احوال ځان خبر کړي.

د ژغورنې عملې او کارکوونکو د تند باد سره سره بیا هم د دوشنبې په شپه اپریل ۵ (وري۱۶) د ورکو شویو لټون کاوه.

حکومت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د کروناویروس له کبله دا ښار قرنطین کوي، په کښتۍ کې ناست اکثریت کسان هغه وو چې غوښتل یې له دغه قرنطین څخه ځانونه وژغوري.

په بنګله دېش کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه ۹۲۶۶ کسان مړه شوي او څه باندې ۶۳۰۰۰۰ نور په دغه ویروس اخته دي.

په اوبو کې ایسار بنګله دېش کې هرکال سلګونه کسان د کښتیو د ډوبېدو او ټکر له کبله مري.

XS
SM
MD
LG