د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د اکسیجن بندیددو له وجې ۲۲ د کرونا ناروغان وژل شوي


په روغتون کې ۱۷۰ د کرونا په ویروس اخته ناروغان و چې اکثریت یې نورو روغتونو ته انتقال شوي.
په روغتون کې ۱۷۰ د کرونا په ویروس اخته ناروغان و چې اکثریت یې نورو روغتونو ته انتقال شوي.

د هند د زاکر حسین په روغتون کې مسؤلین وایي د اکسیجن رسولو د یو ټانکر د سوري کیدو له وجې په روغتون کې د کویډ ۱۹ په ناروغۍ د اخته ۶۰ ناروغانو د مصنوعي سا اخیستلو په آلو یا ونټلیټرونو کې اکسیجن د ۳۰ دقیقو لپاره بند شوی و.

مسؤلینو همدرانګه ویلي چې د ۳۰ دقیقو نه وروسته د اکسیجن رسول بیرته پیل شول او د اکسیجن په ټانکر کې د چاود چاره هم وشوه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې دا پیښه "زړه دردونکې" ده او په پیښه یې خفګان ښودلی.

د مهاراشټرا د ایالت اعلی وزیر یوداف تاکیرې د پیښې په هکله د تحقیقاتو امر کړی.

د اکسیجن د بندیدو پر مهال په روغتون کې د کرونا په ویروس د اخته ۱۷۰ ناروغانو درملنه کیده چې اکثریت یې نورو روغتونو ته وړل شوي.

د هند په پایتخت نوې ډهلي کې هم د روغتونونو مسؤلینو ویلي چې اکسیجن یې مخ په خلاصیدو دی.

په هند کې پداسې وخت کې د اکسیجن د کمیدو په هکله اندیښنې پیدا شوي چې د کرونا ویروس پدې هیواد کې د امریکا نه وروسته ډیر کسان نیولي دي.

دې ویرس په هند کې تر اوسه ۱۵.۶ میلیون کسان نیولي او ۱۸۰ زره یې مړه کړیدي.

هند همدارنګه د کرونا د ویروس د ویمې څپې مرکز بلل کیږي. یوازې تیره میاشت پدې هیواد کې ۳.۵ میلیون کسان پدې ویروس اخته شول.

د هند د عامې روغیتا وزارت همدرانګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس په ټول هیواد کې ۲۰۲۳ کسان مړه کړي او ۲۹۵ زره پرې اخته شوي.

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د هند د هوبي په ولایت کې خپور شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

XS
SM
MD
LG