د لاس رسي وړ اتصالات

د غني تونده لهجه، د کابل او اسلام آباد متفاوت غبرګونونه


په کابل کې سیاستوالو د ولسمشر غني دریځ ستایلی، خو په اسلام اباد کې سیاستوالو بیا د زغم غو کډ کار کولو غوښتنه کړې ده.
په کابل کې سیاستوالو د ولسمشر غني دریځ ستایلی، خو په اسلام اباد کې سیاستوالو بیا د زغم غو کډ کار کولو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته په لومړي ځل پاکستان ته پخپلې لهجې کې بدلون راوړ او ډانګ پېیلي یې وویل چې په افغانستان کې جګړه له پاکستان نه اعلان شوې ده.

کور د ننه د ښاغلي غني دغه دريځ کلک وستایل شو، خو په پاکستان کې ځینو وکیلانو او سیاستوالو بیا پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې له زغم نه کار واخلي.

د پاکستان په پارلمان کې د بهرنیو اړیکو دکمېټې غړي رانا محمد افضل وویل چې د ولسمشر غني خبرې د ګډ کار کولو پیغام له ځان سره لري.

ده امریکا غږ ته وویل "دا د زیات کار کولو يو پیغام او غوښتنه ده، زه یې تور نه بولم، که یو دوست له موږ نه وغواړي چې ډېر کار وکړو، موږ ورسره کینو او خبرې کوو."

بل پاکستانی سناتور عبدالقیوم بیا وايي چې پر یو بل تور لګول کوم ځای نه نیسي، او په خبره یې دا یوه ګډه ستونزه چې باید په ګډه حل شي.

ښاغلي قیوم وویل " دوی باید په خپلو کې سره خبرې وکړې، افغان وروڼه باید پوه شي چې موږ هېڅ ستونزه نه ورته جوړو، ولې یې جوړه کړه، خپله ډېرې ستونزې لرو. د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې ترهګر دېخوا رااوړي او ستونزې جوړوي. ترهګر نه د هغوی په ګټه دي نه زموږ، څومره چې زموږ مسولیت دی، هماغومره د افغان لوري مسولیت هم دی."

پښتون سیاستوال او په پاکستان کې د هېواد د قومي ډلې مشر شیرپاو احمد بیا په دې باور دی چې باید د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو د استخباراتو او پوځي چارواکو په کچې کار وشي.

دی وايي" د پاکستان حکومت، پوځ، استخبارات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو استازي باید خبرې وکړي او دا مسله حل کړي. د سیمي د امنیت لپاره د دواړو هېوادونو کډ کار کول مهم دي. "

افغان سیاستوال تند غبرګون غواړي

که په پاکستان کې سیاستوالو تر ډېره نرم دریځ خپل کړی خو، په کابل کې بیا بر عکس، ځینو وکیلانو او سیاستوالو د ولسمشر غني خبرې ستایلې او د لا تند غبرګون غوښتنه یې هم کړې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار د ولسمشر غني د ورستي وینا ننګه وکړه او له نورو یې هم وغوښتل چې باید یې تر شا ودریږي.

ښاغلي مسلمیار امریکا غږ ته وویل " دواړه مشران پوه شول چې ستونزه چېرته ده، موږ یې ملاتړ کوو."

د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح چې د کابل په اړه د اسلام اباد د تګلارې کلک مخالف دی، پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي "ولسمشر غني له افغان ولس سره همغږی شو او پاکستان ته یې ښکاره پیغام ورکړ. زه او زما د زرغون بهیر ټول ملګري د ارګ د دغه موقف هرکلی کوو".

د امریکا دریځ

په همدې حال کې امریکا پر افغانستان او پاکستان دواړو غږ کړی چې د افراطیت پر ضد مبارزې کې په ګډه کار وکړي. امریکا هیله ښودلې چې په کابل کې د طالبانو وروستي بریدونه د سولې او بیا پخلاینې په هڅو کې پرمختک ونه ځنډوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې واشنګټن داسې کوم" خاص استخباراتي" معلومات نلري چې په افغانستان کې په وروستیو بریدونو کې د پاکستان لاس لرل ثابت کړي.

ښاغلي کربي وویل "دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې د پولو په دواړو خواوو کې د طالبانو پټ او خوندي ځایونه ړنګ او عملیاتي وړتیا یې کمزورې کړي. "

ولې کابل په قهر شوی؟

له ډېرو سره به دا پوښتنه وي چې ولې په کابل کې چارواکي او سیاستوال د اسلام اباد په اړه د تند او غوڅ دریځ ملاتړ کوي؟

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې دغې پوښتنې ته په ساده ټکو کې ځواب ووایه.

"زه د پاکستان له ملت او دولت څخه پوښتنه کوم چې که فرضا یوه ډله دغسې یو قتل عام چې د کابل په شاه شهید کې وشو، په اسلام اباد کې تر سره کړي او دغه ډله د افغانستان په خاوره کې پناه ګاه ولري او زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او د روزنې مرکزونه وي، ستاسې عکس العمل به څه وي؟ ایا بیا به مونږ ته د دوستانو په سترګه ګورئ، که د دښمنانو؟."

خو، د ولسمشر غني دغې تندې نیوکې ته، د پاکستان غبرګون دا وو چې پاکستان په خپله هم د ترهګرۍ قربانی دي، د ترهګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې یې زرګونه کسان وژل شوي دي او دا چې افغانستان یې ګاونډی ورور دی.

افغانستان له ډېره وخته پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د روانو نا امنیو تر شاه د پاکستان لاس دی او اسلام اباد د افغان طالبانو او نورو وسله والو سره مرستې کوي، خو پاکستان دا تورنه نه مني.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG