د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان پاکستان لپاره نوی استاځی ټاکي


امریکا د افغانستان پاکستان لپاره نوی استاځی ټاکي
امریکا د افغانستان پاکستان لپاره نوی استاځی ټاکي

د امریکا چارواکي وايي د امرېکا خارجه وزیره هیلري کلنټن دېته چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره دامرېکا نوی استاځی وټاکي. چارواکېو د شنبې په ورځ وویل چې هېلری کلنټن به ېو متقاعد دېپلومات مارک گراسمن ددغی وظېفې لپاره ونوموي. ددغه کار د رسمی اعلان تمه ددې اونۍ په پاې کې کېدلی شي.

<!--

مارک گراسمن چې پخوا په ترکیه کې د امریکا سفیر و، د امریکا د پخواني جمهوررئیس جورج بش په زمانه کې هم د امریکا د خارجه وزارت غټ چارواکی و.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استاځي بست د تیرکال د ډسمبرد میاشتی راهیسې خالی دی، ځکه چې پخوانی خاص استاځې ریچرد هالبروک د زړه دناروغی له امله مړشوی و.

مارک گراسمن په 2005 مېلادی کال کې دخارجه وزارت نه تقاعد وکړ. تر هغې وروسته د سلا مشورې د یوې کمپنۍ مرستیال دی. ددغې کمپنی رئېس دامرېکا ددفاع پخوانی وزېر ویلیم کوهېن دی. تمه ده چې هیلري کلنټن دافغانستان اوپاکستان په برخه کې د جمعې په ورځ په نیویارک یوه ډېره مهمه وینا وکړي.

په عین حال کې سناتور جان دېته ځان برابر کړېدی چې د سه شنبی په ورځ پاکستان ته ورسیږي چې د پاکستان له معتبرو چارواکېو سره خبرې وکړي. په اسلام اباد کې دامرېکا سفارت امریکا غږ ته وویل چې دغه مجلس به د چارشنبې په ورځ پېل شي او د توقیف شوی امریکايي دیپلومات رېمنډ ډېوېس په باب خبری به هم پکې شاملې وي.

په پاکستان کې دامرېکا سفارت داهم وويل چې جان کېری به دامرېکا ملاتړ ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره بیا تصدیق کړي. سناتور جان کېري د بهرنیو اړيکو د جرگه گۍ رئیس دی او له 2009 مېلادی راهیسې یې چې دغه چوکۍ نېولی ده، څلور ځلې پاکستان ته سفر کړیدی.

XS
SM
MD
LG