د لاس رسي وړ اتصالات

ورک پاکستانی عسکر په افغانستان کی راپیدا شوي


پاکستاني ماموران وايي د څلویښتو ورکو شوو عسکرو د جملی نه یی ١۴ تنه په افغانستان کی راپیدا شوي دي.

پاکستانی مقامات وايي چی د افغانستان د سرحد سره نژدی د پاکستاني قواو په یوه پوسته باندی د طالبانو د حملی نه وروسته څلویښت تنه عسکر لادرکه شوی وو.

دغه عسکر د د پاکستان د سرحدي قول اردو (فر نټیرکورز) پوری اړه لري چې د طالبانو په خلاف دجنگ لپاره مومندو ایجنسئ ته لیږل شوي وو.

پاکستانی مامورانو وویل چه حمله ددی هفتی په شروع کی وشوه. دپاکستان دپوځ ویاند تورن جنرا لاختر عباس نن خبریالانو ته وویل چه دافغانستان حکومت یی لاردکه شوی عسکر په جلال اباد کی دپاکستان قونسلگرئ ورته ورسپارل دی او اوس بیرته پاکستان ته په الوتکه کی راوستل شوو.

طالبان وایی چه دپاکستان دپوځ لس تنه عسکر ی ژوندی نیولی دي خو پاکستانی مامورانو تراوسه پوری په دی باب تبصره نه ده کړی.

پرون په باجوړ کی دپاکستانی قواو او طالبانو په منځ کی په جنگ کی لس تنه پاکستانی ملیشه او شپږ دیرش تنه طالبان ووژل شول.

د پاکستان پوځ پخوا هم دوه واری په دغه سیمه کی په طالبانو باندی خپل بری اعلان کړی ؤ او دعوی یی کړه وه چه دباجوړ نه یی ټول طالبان او د القاعدی طرفداران ویستلی دي.

XS
SM
MD
LG